د مخابراتي شبکو د (۲۳) آنتنونو چي خاوندان یي معلوم ندي د راټولولو خبرتیا

۱۴۰۲ چنگاښ ۲۹

د وزارت د محترم مقام په لارښوونه او د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د مالي بورډ د ۳/۱۷/۱۴۴۴ نیټې د دوهمې غونډې د پریکړې پر بنسټ، د نیکسا تخنیکي ټیم د مخابراتي شبکو (۲۳) آنتنونه چې د مخابراتو وزارت د ودانۍ د اته لسم او پنځم پوړونو په بامونو کې نصب شوي وو او مالکین یې معلوم ندي  لرې  شوي دي، او اوسمهال د نکسا په فتر کې موجود دي. 
څرنګه چې د يادو شويو آنتنونو خاوندان معلوم نه دي، نو د وزارت د محترم مقام د ۱۴۴۴/۵/۱۳ نيټې د حکم له مخې، د راټولو شويو آنتنونو موضوع دې خبرتيا ته سپارل کیږي، ترڅو خاوندان يې خبر، او تر ۱۴۴۴/۶/۵ پورې د نکسا دفتر ته ورشی او خپل آنتنونه ترلاسه کړي.
که نه نو، ياد شوي آنتنونه به د سمې ګټې اخيستنې په موخه د افغان ټلیکام مخابراتي شرکت ته انتقال شي، او خاوندان به يې د شکايت حق ونه لري.

احمد فواد سایق
د معلوماتي ټکنالوجۍ زیربناوو لوی رئیس


Copyright © Ministry of Culture and Tourism of the Islamic Emirate of Afghanistan

د افغانستان اسلامی امارت

Terms of Privacy