د پُستي خدمتونو د تنظیم اداره (اپرا) خبرتیا

۱۴۰۲ چنگاښ ۲۹

د پُستي خدمتونو د تنظیم اداره (اپرا) د هیواد په پُستي بازار کې د پالیسۍ جوړونې، د تنظیمي او څارونکي ادارې په توګه ک کوي ترڅو په شفافه توګه د پُستي خدماتو د پیرودونکو او د پُستي خدمتونو وړاندي کونکو حقونه خوندي کړي.

د افغانستان د پُستي خدمتونو د تنظیم ادارې (اپرا) د پُستي خدمتونو د وړاندې کولو (۱۲) شرکتونو ته جوازونه ورکړی، چې د افغان پُست د دولتي شرکت تر څنګ  د هېواد په پُستي بازار کې  فعالیت سر ته رسوي، له یادو شرکتونو چې په دې وروستیو کې یې فعالیت درولی په لاندې ډول دي.

۱. (DHL) د چټکو پُستي خدمتونو شرکت

۲. ( FedEx) د چټکو پُستي خدمتونو شرکت

۳. ایرو پارسل د چټکو پُستي خدمتونو شرکت

۴. ببر د چټکو پُستي خدمتونو شرکت

۵. نی د چټکو پُستي خدمتونو شرکت

۶. سمارت سیستم د چټکو پُستي خدمتونو شرکت

۷. شهیر د چټکو  پُستي  خدمتونو شرکت

۸. جی ټي آر د چټکو پُستي خدمتونو شرکت

همدا راز لاندی  (۴) ذکری شوي شرکتونه په پستی بازار کی د افغان پُست دولتي شرکت په ګډون  فعالیت لري چې نومونه یې په لاندې ډول ذکر کېږي.

۱. افغان پُست دولتی شرکت

۲. باختر د چټکو پُستي خدمتونو شرکت

۳. ایکسپو(UPS) د چټکو پُستي خدمتونو شرکت

۴. کابل آریانا د چټکو پُستي خدمتونو شرکت

۵. کابل کیهان د چټکو پُستي خدمتونو شرکت

یادونه: هغه حقیقی یا حقوقی اشخاص یا عرېضه کوونکي چی د کارګو، لوژستیک، سیاحت او نورو ورته خدماتو تر نامه لاندې په پُستي خدماتو کي ښکیل دي، که چیرې د پُستي بازار د څارني مسئولینو  لخوا کشف او تایید شي، د اصولو او مقرراتو  په رڼا کی  چلڼد  ورسره کیږی او د پُستي خدماتو د تنظیم ادارې (اپرا) لخوا  موضوع د تعقیب په موخه په عدلي او قضايي ارګانونو ته معرفي شي او قانوني چلند به ورسره وشي.

له همدې امله، د جواز لرونکو فعالیتونو د ملاتړ او د هیواد په پُستي بازار کې د غیر جواز لرونکو فعالیتونو د مخنیوي لپاره او د پُستي خدمتونو په تړاو د شکایت لپاره، مهرباني وکړئ دغې اېمېل سره خپل معلومات شریک کړئ:

contact@apra.gov

او یا هم لاندې شمیرو سره اړیکی ونیسئ:

د اړیکو شمېرې: 0202106082  - 0202106012 - 0202106013                                                                                 


Copyright © Ministry of Culture and Tourism of the Islamic Emirate of Afghanistan

د افغانستان اسلامی امارت

Terms of Privacy