وردکو ولایت

وردکو ولایت

د میدان وردکو ولایت مرکز، میدان ښار د کابل ښار دجنوب شاوخوا ۳۵ کیلو متری کی موقعیت لری . د میدان وردکو ولایت په ختیځ کی د لوګر او کابل په لودیځ کی د بامیانو په جنوب او جنوب لودیځ کی د غزنی په شمال لودیځ کی د بامیا نو او په شمال کی د پروان ولایت سره سرحد لری. د دغه ولایت ټول مساحت ۱۰۹۱۲ کیلومتر مربع ته رسیږی . د دغه ولایت هوا په پسرلی او اوړی کی معتد له خو د منی اوژمی په موسمونو کی ډیره سړه وی او د ژمی په موسم کی په دغه ولایت کی ډیره واوره اوری او د هیواد له سړو سیمو څخه شمیرل کیږی .


Image

وردګو  د لاسي صنايعو او تاريخي ځايونه

لاسی صنایع :

د دغه ولایت د اوسیدونکو ډیره برخه د ټغر، جاکټ، دستکشو، شړی ( شال ) او وړین فرشونو په اوبد لو او دغاړو ( یخن ها ) په ګنډ لوبوخت دی او او بدل شوی او ګنډل شوی مواد په خپلو سیمو او په نورو ولایتونو کی پلوری.

تاریخی سیمی :

تاریخی سیمی یا ځایونه چی په دغه ولایت کی تثبیت شوی دی د ( کانعزت د کلی په مرکز کی ) د شاه او جغتا یی کورنی ګنبده ، د الغتا تاریخی ښارګوټی ، د خواجه بلند ولی غونډی ، د ده مسلم غونډی ، د تکا نی د کشک غونډی ، د سر چشمی زیارت ، انګور باغ ، ( د چک د سیا ب کلی ) کاپر قلعه یا کافر کلا ، ( په دایمر داد کی ) د بودک غونډی ، ( دایمیر داد کی ) تپه کتب ، کلاخ بودک ، د سیاب لرغونی سیمه ، د سیاب د باد غونډی ، د جوی زنګی دره ، سکرک ، د ارګ غونډی او د چهل ګزی بابا مقبره ده .

ګالری :

دعبدالرب احدی په نامه یوه ګالری د دغه ولایت په مرکز، میدان ښارکی موجود ده چی نږدی دوه کاله مخکی جوړه او دلیدونکو په مخ پرانستل شویده. په سلګونو بیلابیل انځورونه ( تصاویر ) په دغه ګالری کی ننداری ته ایښودل شوی دی چی هره ورځ یو شمیر خلک د هغو لیدو ته ورځی . د افغانستان د پخواینو پاچا یانو تصویرونه ، د یو شمیر شهیدانو تصویرونه او د خلکو د ژوند مختلفی رسامی ( رسم شوی انځورونه ) په دغه ګالری کی موجود دی