د ارزګان ولایت

د ارزګان ولایت

ارزګان چی دروزګان یا اروزګان په نومونو هم نومول شوی دی دافغانستان د ۳۴ ولایتونو له جملی څخه دی چی په مرکزی ولایتونو کی شمیرل کیږی . د ارزګان ولایت په جنوب کی د زابل او کندهار ولایتونو په جنوب لودیځ کی د هلمند ولایت په شمال کی د دایکندی ولایت او په ختیځ کی د غزنی ولایت سره هم سرحد دی . دارزګان ولایت له ۵ ،۱۲ زړه کیلومتر مربع څخه ډیر مساحت لری او دافغانستان نسبتا یو وروستی پاتی ولایت ګڼل کیږی. د دغه ولایت په سلو کی ۷۲ ساحی لویو او کوچنیو غرونو تشکیل ګړیدی او په سلوکی ۲۱ نوره ساحه یی هواره ده . د دغه ولایت د وګړو شمیر ( نفوس ) د ۲۰۱۱ میلادی کال د سر شمیر نی په اساس ۳۲۸ زړه تنه اټکل شوی دی د دغه ولایت د اوسیدونکو ډیره برخه پښتانه دی او یو شمیر هزاره هم پکی هستوګنه لری . په دغه ولایت کی د پښتنو مهمی قبیلی عبارت د ی له پوپلزو ، اڅکزو ، نورزیو ، بارکزیو ، الکوزیو او دراینو څخه ولی یو شمیر کوچیا ن هم پکی اوسیږی .


Image

ارزګان د صنعت، کلتور او د اوبو بندونه

سابقه :

ارزګان د لرغونی ارا کوزیا سره تړاو درلود ، ترمیلاد مخکی د هغه کنترول د مقدونی سکندر په لاس کی و او د وخت په تیریدو سره د آشو کا تر واکمنی لاندی هم راغلی د ی. په اومه پیړی کی کله چی عرب د اسلام د خپرولو او بلنی په موخه افغانستان ته راغلل ، د ارزګان کنترول په لمړی سرکی د زمبیل یانو او صفاریانو په لاس کی و او وروسته په نهمه پیړی کی غزنویانو ، غور یانو او منګولیا یانو هم ورباندی حکومت کړیدی . هغوی په اولسمه پیړی کی خپل حاکمیت په کندهار او د هغه په شااوخواکی پیل کړ او کله چی احمد شاه درانی واک ته ورسید نو ارزګان لمړنی سیمه وه چی د هغه د امپراطوری سا حی ته دا خله کړای شوه .

تاریخی آثار:

د ترینکوټ ښار او د دغه ولایت په ډیرو ولسوالیو کی د تاریخی او لرغونو و داینو او سا حو نمونی موجودی د ی چی هر یوه یی د علمی او تحقیقی پروژو ارزښت لری . د ارزګان ولایت بی له شکه ښیی چی د سیاسی ، نظامی او اقتصادی لحا ظه یی خپل موقف سا تلی دی . ز مونږد دغی ادعا یو ښکاره ثبوت هغه څیړنی دی چی د ګاونډیو هیواد و په بیلا بیلو سیمو کی تر سره شوی دی . د یفتلی پاچا یانو او د زابل پاچا یانو (زابل شاهان ) یولوی مرکز اوسنی زا بل دی چی د ارزګان ولایت په جنوب ختیځ کی موقعیت لری . د دغه ولایت نوم په ځینو ډیرولیکنو او تاریخی متونو په ځانګړی توګه د اسلامی دوری د لیکوالو په آثار وکی یاد شوی دی . د زابلیا نو او رتبیل یانو دوخت ډیری پیښی دتاریخ په پاڼو کی ثبت کړای شوی دی چی په پرله پسی ډول یی دوه پیړی دعربو له پرمختک څخه مخنیوی کړی او ډیر غلګرو په وړاندی یی خپله اتلوالی ښودلی ده. دغزنی ولایت دارزګان په ختیځ کی پروت دی چی لرغونی آثار او تاریخی سیمی یی دلرغونی پیزندونکو او څیړونکو پواسطه بررسی او پژندل شوی دی . دارزګان ولایت هری ولسوالی ته درسیدو په ترڅ کی دلسلګونو تاریخی وداینو آثار ترستر ګو کیږی اما له بده مرغه چی تراوسه نه د بهرنیانو او نه هم د هیواد د معاصرو څیړونکو پام ورته شوی دی . مرحوم استاد علامه جبیبی دمعاصرو څیړونکو څخه یوازینی څیړونکی د ی چی دغه ولایت ته د تاریخی سفرونو په ترڅ کی یی د دغه ولایت لرغونی ډبرلیکونه بررسی کړی او د ارزګان د ځینو تاریخی پیښو یادونه یی کړی چی خپل ځانګړی ارزښت یی تراوسه سا تلی دی .

کلتور :

بر سیره پردی چی د ارزګان کلتور بیلا بیلی تراژیدی شاته پریښی د ی خو لکه د پخوا په شان ژوندی پاتی دی . ددغه دلایت ډیری ستونزی او ناخوالی دجرګو پواسطه حل کیږی او اوسیدونکی یی د اوږدو کالیو ، توری لونګی ، اوږدی ږیری او پخوانی لباس پژنندل کیږی . په دغه ولایت کی پدی وروستیو کی د کتاب لوستلو او لیکلو فرهنګ په دغه ولایت کی پراختیا موندلی او هر کال د ارزګان په ولسوالی کی مشاعری دا یریږی او همدا ډول فرهنګی بنسټونو هم په دغه ولایت کی په کار پیل کړیدی .

صنعت :

د ارزګا نیا نو لاسی صنایع تر ډیره حده د خرڅلاو د پاره نورو ولایتونو ته هم لیږل کیږی . صنعتی فابریکی په دغه ولایت کی وجود نلری او د دغه ولایت د ښځو لاسی صنایع دخا مک ګنډ ل ، غالی او ټغر او بدل دی .

د اوبو بندونه :

په دغه ولایت کی د اوبو کوچنی بندونه وجود لری چی د آغا جان بند ، د منی غار بند او د ملیزو بندد دی چی یواځی د ځمکو د خړوبولو د پاره ورڅخه ګټه اخستل شویده .