د تخار ولایت پیژند نه

د تخار ولایت پیژند نه

تخار دکرهڼیز او سمسورو ولایتونو څخه دی چی د کابل په۴۰۰ کیلومتری کی واقع دی او د دوهم درجه ولایتونو څخه شمیرل ګیږی. دتخار ولایت شمال ختیځ ته د بدخشان ولایت لودیځ ته یی دکندز ولایت جنوب ته یی د بغلان ولاین او شمال ته یی تاجیکستان موقعیت لری. د دغه ولایت اقلیم په اوړی کی نسبتا تود او په ژمی کی سوړ دی . تودوخه یی د ژمی په موسم کی له منفی ۲۱ څخه تر ۲۹ درجی او په اوړی کی له مثبت ۳۵ څخه تر ۴۰ سانتی ګرید درجو پوری رسیږی .



Image

فرهنګ

فرهنګی هڅی د تخارستان او نیزی په خپریدو سره له ۱۳۵۷هـ ش کال وروسته ډیری شوی. سیمه ایزه ( محلی ) موسیقی د تخا ر د خلکو له پخواینو رسم رواجونو او کلتور څخه ده. د خلکو لیوالتیا د محلی موسیقی دسامان آلاتو په ځانګړی توګه د دنبوری ، غیچکی طبلی او رباب سره ډیره ده او دا آلات د خوښیو په محفلونو کی د محلی هنرمندانو په را بللو سره کارول کیږی .

تاریخی آبدات :

تخار د تاریخی ولایتونو څخه دی او قدامت یا لرغونتیایی د مقدونی سکندروخت ته ورګرځی. یونانی جفرافیه لیکونکو (آسترابو) او (بطلیموس) په خپلو آثاروکی له نن څخه نږدی ۲۳۰۰ کاله مخکی د آمو دریا له سکندر یا د اوکیسنا سکندر څخه خبر ورکړی وو اما تردی وروستیو پوری ښکاره نه وه چی د مقدونی سکندر دغه افسانوی ښار د آسیا د کوم هیواد په خاوره کی ښخ اونوم ورکی ( ګمنام ) پاتی دی . د (ا سکندریه آمودریا) لرغونی ساحه په یوه کوچنی قریه کی چی د آی خانم په نوم مشهوره ده ، موقعیت لری چی په همدی اړه اړوندو لرغون پیژندونکو د دغه یونانی باختری ښار یا هماغه سکندریه آمو دریا نوم آی خانم یعنی د آی خانم لرغونی ساحه کښیښود . د سیمی خلکو له پخوا څخه د هغی دلتا په سر کی چی د آمو او کوکچی د دووسیندونو د یو ځای کیدو څخه جوړه شویده، د تاریخی ودانیو برج و بارو او تر خاوروخټو لاندی شویو ساختمانونو نور هندسی شکلونه پیژندل چی د هغو په اړوند یی په زړه پوری افسانی او قیصی نسل په نسل او ژبه په ژبه ( خوله په خوله ) د دوی په منځ کی لیږ دیدلی دی چی دا ټول د دغی متروکی کنډوالی د تاریخی قدامت او اهمیت حکا یت کوی. د آی خانم تاریخی ساحه د دشت قلعه ولسوالی د آمو او کوکچی د دوو سیندونو د تقاطع په برخه کی موقعیت لری. آی خانم د یونان باختر د دوری ملکه وه چی په سیمه کی یی پاچایی (سلطنت) کاو.

تخار د ډیرو تارخی سیمو لرونکی دی چی کولای شو د هغوی له ډیرو مشهور و څخه د خواجه بهاوالدین د خواجه خضر زیارت ، د حضرت واقف زیارت، د خواجه چنګال زیارت، پیرفرخاز، او د قلعه ذو بین په نومونو، نوم واخلو .

صنعت :

د تخا رپه ولایت کی د صنعتی تولیداتو شرکتونه نشته خو خلک یی لاسی صنایع ته ښه لاسرسی لری چی له دغی جملی کولای شو دڅارویو له پوستکی څخه د چموس ګنډلو، وړی اوبدلو، او مری (مهره) او خامک ګنډلو نوم واخلو .