Pinjshir ولایت

دپنجشیر ولایت

پنچشیر په هیواد کی د نو یو تاسیس شوی ولایتونو څخه دی. دغه ولایت د کا بل شما ل ختیځ لو ر ته د ۱۲۰ کیلو متری وا ټن کی د هندو کش د دوو څا نګو په منځ کی له شما ل ختیځ څخه جنوب لویدیځ ته دهندو کش دغرونو په امتداد وا قع شوی دی او فرعی درې یې له شما ل څخه جنوب اوله جنوب څخه شمال ته غزیدلی او دپنجشیر عمومی یا لویې درې سره نښلی . جګوالی یی دسمند ر له سطحی څخه ۲۲۱۷ متره دی او په لوړو پرتو نقطو کی دغه جګوا لی شپږ زړه مترو ته رسیږی اوژوروا لی یی د دالان سنګ څخه د کوتل انجمن ترپایه پوری د ۱۸۲ کیلو مترو څخه زیات دی. پنجشیر دشمال له خوا د بغلان ولایت د خوست او فرنګ او اندراب ولسوالیو سره نښتی دی. د جنوب له خوا د کاپیسا ولایت له نجراب سره سرحد لری. دختیځ او شمال ختیځ لورته یی نورستان او بدخشان او لودیځ پلو ته یی شتل واقع شوی دی.


Image

پنجشیر د صنعت، کلتور او د اوبو بندونه

دپنجشیر سیند د هندوکش له غرونو او د انجمن سیندونو او کانالونه څخه سرچینه اخلی او جنوب ختیځ خواته بهیږی. دپنجشیر سیند د جګو دیوالونو لرونکو تنګو ګذرګاوو څخه تیریږی. او پخپل تګ لوری کی څونوری څانګی لکه د غوربند او پریان سیندونه له ځان سره اخلی او وروسته د کابل د ختیځ شا اوخوا ۴۸ کیلو متری کی د کابل سیند سره یوځای کیږی. دپنجشیر سیند د افغانستان له داییمی سیندونو څخه دی او طول یی ۳۲۰ کیلومترو ته رسیږی. پنجشیر د جیو ستراتیژیک موقعیت لرونکی دی. پدی ډول چی د هیواد د اوو ولایتونو سره په شمال کی دتخار، په شما ل لودیځ کی د بغلان، په لودیځ کی د پروان په جنوب کی د کاپیسا، په جنوب ختیځ کی د لغمان په ختیځ کی نورستان او په شرق کی د بدخشان سره نښتی دی او لږ تر لږه دریو بهرنیو هیواددو ته نږدی سرحد لری. دغه ولایت له ۱۲۶ څخه زیاتی لویی او په لسګونو کوچنی درې لری چی اکثره یی یو بل ته مخامخ پرتی دی او هره دره یی په څو کوچنیو یا فرعی درو ویشل کیږی چی ستراتیژیکی اهمیت یی تر ډیره ورزیاتوی. پنجشیر د لوړوغرونو او یوشمیر طبیعی یخچالونو لرونکی دی چی په ټولنیز ډول د ژمی په موسم کی واوره زیرمه کوی او د تودوخی په مهال د واورو له دغو زیرمو څخه چینی او واړه سیندونه روانیزی چی دغه ټول د پنجشیر د څپانده رود سره چی د پنجشیر په سند مشهور دی یو ځای کیږی او د دری ښکته خواته پر یوځی. د دغه ولایت په لوړو پر تو سیمو کی د ډیرو چینو ، شنو څړځایونو ، ښایسته او دائمی ځړوبیو (ابشار) شتون په هغو کی د اوسیدو امکان زیات کړی او د چیریکی جګړو د پاره طبیعی بستر جوړوی.

خلک :

دغه ولایت ۳۰۰،۰۰۰ تنه نفوس لری. تاجیکان، هزاره ګان، پشه یان، نورستانیان غلزایی پښتا نه د دغه ولایت اوسیدونکی دی. فارسی ژبه د دغه ولایت غالبه (داکثریت) ژبه ده.

کانونه :

پنجشیر دګرانه بیه ډبرو لکه دزمردو، یاقوتو، بیروج او لاجوردو کانونو لرونکی دی. دونالد آهیل په یوه څیړنه کی په اسلامی دوره کی د کانونو را ایستلو په باره کی وایی چی د سپینو زرو او زمر د و دوارو اصلی کانونه د ختیځو ولایتونو په ګاونډ کی پراته دی چی ډیر برجسته یی د هندوکش کانونه وو چی د پنجشیر او د بلخ په ښارونو ګی وو چی دلسو زرو ( ۱۰۰۰۰) په شا اوخوا کی کان ایستونکو په پنجشیر کی کار کاو. دسپینوزرو نور مهم کا نونه په اسپانیا، شمالی افریقا، ایران، او مرکزی آسیا کی وو. پنجشیر د ډبرو سکرو ښه کان هم لری چی په لږه پانګه اچونه کیدای شی ګټه ځینی واخستل شی او په کلیوالی او ملی اقتصاد کی مرستند وی وګر ځی . د قیمتی ډبرو کانونه لکه بیروج، سوی یاقوت( یاقوت سوخته) او لاجورد هم پدی ولایت کی ترسترګو شوی دی.

د پنجشیر نومیالی او فرهنګی ښخصیتونه

احمد شاه مسعود ، پنجیهری، ابوالمظفر ملکی بن ابراهیم علی الپنجهری) ، استاد غلام محی الدین (دریځ) طاهر شباب، صدیق شباب، او نیلاب رحیمی.