د پروان ولایت

د پروان ولایت

دافغانستان مرکزی او دوهمه درجه ولایتونو څخه دی چی د هیواد د پایتخت کابل د شمال په ۶۴ کیلو متری کی موقعیت لری. دغه ولایت دمیدان- وردک، بامیان، بغلان، پنجشیر او کاپیسا ولایتونو سره هم سرحد دی او مرکزیی د چاریکارو ښار دی. دپروان تاریخی او فرهنگی ځایونه: دپروان سمسور او زرغون ولایت چی د امام اعظم رحمته الله علیه د زیږیدو اصلی ځای دی په جبل السراج، چاریکارو او بگرام کی تاریخی سیمی لری. دجبل السراج ما ڼی په کال 1907 م کی د امیر حبیب الله خان دوره کی جوړه شویده له دغی ماڼی څخه چی د ( سراج ا لمصار ) د بام په نومول شوی وه. دغازی امان الله خان د پاچاهی تروخته ( ۱۲۹۷ م ) دسلطنت د مرکز په توگه کار اخیستل کیده. دشاه یوسف قتال په گډون د رسول اکرم (ص) 93 تنه اصحاب هم د چاریکارو په لودیځ د هوفیانو په سیمه کی په شهادت رسیدلی دی چی مقبری یی هم هماغلته دی. همدا ډول د سید عباس جان آغا، سید جعفر مجرد، او میرجهان زیارتونه هم په دغه سیمه کی دی. د (چکری) لوی شل متری منار هم د کوشانیانو په وخت کی جوړ شوی دی. دغه منار په کال ۱۳۷۷ هجری کی د راکت دلگیدو له امله وران شو تر اوسه ندی رغول شوی. بګرام د دغه ولایت د سیمو څخه یوه بله تاریخی سیمه ده چی د کابل شاهانو دوهم پایتخت و. همدغه راز د کوشانیانو د ځواکمن (مقتدر) پا چا - لوی کنیشکا ( ۱۶۰-۱۲۰ م) دوخت د شپاړلسو آتشکدو آثار تر اوسه هم موجود دی. دهیواد لوی هوایی ډگر هم دبگرام په ولسوالی کی موقعیت لری.


Image

تاريخي ماڼۍ او کلتور د پروان تفريحي

ګل غوندی د پروان ولایت په مر کز کی له مشهو رو او تاریخی سیمو څخه ده چی د ارغوا ن ګل یی د شاعرانو لخو ستا یل شوی او خلک د ا وړی په موسم کی له کا بل او نورو ولایتونو څخه دغلته را ټولیژی او تفریح کوی.

سا لنګ چی یو ه غرنی او شکلی سیمه ده د شپږ و شمالی ولایتو نو موا صلاتی لاراو د شما ل لودیځ ولایتونو لویه لار ده د سا لنګ له دوه نیم کیلو متره تو نل څخه تیریژی او خلک د ا وری په موسم کی د میلی دپاره هلته یعنی سا لنګ ته ورځی.

کا نو نه :

دسیاگرد په تیغان او سرخ پارسا کی د ډبرو سکر و کانونه، د سرخ پارسا د ترکمنو په دره کی د مسو کانونه، د سرخ پار سا ولسوالی په سرخ کی د سرب او جستو کانونه د کوه صافی دسیمی په مختلفو بر خو کی د کرومیت د ډبرو کانونه، د جرخشک ّپه سیمه کی د سرو زرو او دسالنگ په ولسوالی کی د مرمر ډبرو کانونه شته.

لاسی صنایع :

دچاریکارو چاقو ګان د پروان ولایت له مشهور لاسی صنایع څخه شمیرل کیږی. دپروان یوشمیر شځی او نارینه د ټغر په اوبدلو بوخت دی خود ځرمنو (چرمی) لاسی صنایع او د مریو (مهره ها) کالی هغه شیان دی چی ددغه ولایت یوشمیر شځی یی بوختی کړیدی. د دغه ولایت نساجی صنایع (په ځانگړی توګه دکتان ټوکر) په ټول افغانستان کی شهرت لری.


فرهنگ

فرهنگ :

ددغه ولایت فرهنگی فعالیتونه نسبت ډیرو نورو ولایتونو څخه ښه دی. هرکال د ارغوان مشاعره په گل غونډی کی ترسره کیږی. پردی سربیره نوری فرهنگی هڅی هم ترسره کیږی چی ددغه ولایت فعالو تلویزیونی، صوتی او چاپی رسنیو څخه په گـټی اخستو سره یی و ده موندلی ده.

بامیان ولایت:

بامیان دهندوکش دغرونو په جنوب ، د بابا دغرونوشمال ته د افغانستان په مرکزکی دسمندرله سطحی دری زړه متره لوړموقعیت لری . دغه ولایت د پخوانی مدنیت لرونکی دی اود « بنداهش » په نقشه کی د « بامیکان » اوترمیلاد مخکی دپنځمی پیړی په آثاروکی د « فان یانگ » په نوم یاد شویدې. په کال 632 میلاد کی دمشهور چینایی سیلانی « هیوان تسنگ » په روایت « فان ین نا » ذکرشوی دی . بامیان دافغانستان له ډیرولرغونو ولایتونو څخه دی چی دبودا دوه ویجاړی شوی مجسمی اوبند امیر( دافغانستان لمړنی ملی پارک ) دهغه په تاریخی توب دلالت کوی. دغه ولایت ډیر زیات سور اوله واورو ډک ژمی او معتدل او په زړه پوری ( خوشگوار) پسرلی اواوری لری او ډیره سړه ( سرد ) سیمه یی د پنجاب ولسوالی ده . د بامیانو مساحت نږدی ۱۸۰۲۹ کیلومترمربع ده چی د ټول هیواد په سلو کی ۲۶/۲ مساحت جوړوی.

فرهنگ :

په بامیانوکی له ۱۹۰۰ څخه ‌ډیر مسجدونه او تکیه خانی شتون لری چی خلک له هغوڅخه دعبادت ځای او مذهبی مراسمو په نامه استفاده کوی . په دغه ولا یت کی بی له دووشیعه اوسنی مذهبونوڅخه بل هیڅ مذهب شتون نلری او د بامیانوټول اوسیدونکی د اسلام مقدس دین معتقد اوپیروان دی . بامیان خپل ځانگړی هزاره گی عنعنات هم لری چی یوه یی پیشپو ده چی په دله ایزتوگه اجرا کیږی چی ملی اتڼ ته ورته دی. دا په مرکزی سیمو« هزاره جات » کییوډول پخوانی ( قدیمی ) اومحلی رقص دی چی په ځینوسیموکی د محلی شعرویلو سره یوځای اود نڅا په نامه ودونوکی ترسره کیږی .

ددی نڅا ( رقص ) اجرا یا ترسره کول پدی دول دی چی لمړی دگل سیب دستمالونه په دواړو لاسو کی نیسی کله یواوکله بل لاس ښکته کوی. په همدی حال کی ملا( کمر ) هم د ځمکی په لورټیټ او جگ کوی او پیشپو ته ورته غږ ( صدای مشابه پیشپو ) د پیشپو لوبی یا نڅا ته دوام ورکول کیږی . دلمړنی گام تر اجرا کولووروسته د پیشپو لوبغاړی یا نڅا گرد زوم او ناوی څخه چی په آس سپاره وی ، یو دوه گامه مخکی حرکت کوی اویاهم د کړی( حلقی ) په شکل په کورکی د ناوی پرشا اوخوا تا ویږی ( څرخیږی ) اویا هم دغه نڅا د ناوی او زوم په تگ لوری ددوی مخ مخ کی ( پیشا پیش ) دوام مومی .

Image