د پکتیا ولایت

د پکتیا ولایت

د پکتیا ولایت د ۱۶۸۶۲ کیلو متری مربع مساحت په در لودلو سره د هیواد په جنوب ختیځ زون کی موقعیت لری چی لوړوالی یی د سمندر له سطحی څخه ۱۵۰۰متره دی . د پکتیا ولایت اوږده تاریخی لړی ( سلسله ) لری او د پخوانیو آریا یا نو دمرکز په حیث یاد شوی دی .


Image

د پکتيکا & nbsp؛ د اوبو بندونه او تاريخي اثار

د اوبو بندونه : د مچلغو بند :

د پکتیا ولایت مرکز د ګردیز ښار د جنوب ختیځ په ۴۰ کیلو متری د احمد آباد ولسوالی کی موقعیت لری . دغه بند د ۱۸۰۰ هکتار ځمکی د خړوبولو او د ۸۰۰ کیلو واټه برښنا د تولید ظرفیت لر ی. که څه هم د دغه بند د جوړولو وعدی له څو کلو را پدیخوا ورکول کیږی خو تر اوسه هم لاندی جوړ شوی .

تاریخی ابدی :

د ګردیز بالاحصار د دغه ولایت له جګو سیمو او لویه تاریخی ودانی شمیرل کيږی چی دښار دختیځ په ۴۰۰ کیلومتری کی دیوی غونډی په سر موقعیت لری. د دغه بالاحصار اوږدوالی ۱۵۰ متره او بر( عرض ) یی ۵۰ متره ښود ل شوی دی . د سیمی او سیدونکی د دغه بالاحصار په هکله وایی چی دغه بالاحصار کلونه کلونه لرغونتیا لری او دوخت حاکما نو ور څخه د سنګر په توګه ګټه اخیستله .

دبغلان ولایت :

بغلان د کابل په ۲۳۰ کیلومتری کی دکابل مزار شریف دلوبې لاری په اوږدو کی پروت دی چی دشمال ختیځو ولایتونو له جملې یو کلیدی ولایت دی چې دهیواد اته شمالی ولایتونه دافغانستان دمرکز( کابل ) سره نښلوی. دبغلان ولایت دشمال ختیځ له خوا دپنجشیر، تخار او کندز ولایتونو سره هم سرحد دی. لودیځ ته یی دسمنګانو او بامیان ولایتونه او جنوب ته یی د پروان ولایت پروت دی. شمالی سالنګ دبغلان په محدوده کی او جنوبی سالنګ د پروان ولایت کی واقع شوی دی او دغه دوه ولایتونه یی جلا کړیدی. دبغلان ولایت مساحت۸۲۵،۲ کیلومتر مربع تخمین شوی دی او نفوس یی د ۱۳۸۷هـ - ش کال دسرشیمرنی پر بنسټ۷۵۰ زړه تنه اټکل شوی دی. بغلان ښه اقلیم لری. په اوړی کی تود او په منی او ژمی کی سوړ دی.

> تاریخی آبدات:

دبغلان ولایت کی تاریخی آبدات ۲۶ محلونو(شوتپه شمرق ، تپه رستم، شوربابا، طلا تپه، زرد کمر ، سپین مسجد (مسجد سفید)، لالا قد ق، قند را ی ها او سرخ کوتل شامل دی. دغه تاریخی آثار د خوست دپلخمری ښار او د خوست، دوشی مرکزی بغلان او دهنه غوری کی موقعیت لری. درباتک او سرخ کوتل له ساحو څخه لاس ته راغلی آثار ښیې چی دغه آثار دلوی کنشکا(کنشکای کبیر) او کوچینو کوشانیانو وخت (زمان) ته ورګرځی. کوشانیان(بوداییان) په ۵-۲ میلادی پیړیو کی ژوند کاو. دغه آثار د بغلان تاریخی سا بق (قدامت) له اسلام څخه دوه زړه کاله مخکی ښیې په هغه وخت کی درباتک کوتل او سرخ کوتل د آتش پرستا نو عباد ت ځایونه و و.

Image
Image
Image
Image
Image
Image