دنورستان ولایت

دنورستان ولایت

دنورستان ولایت دهیواد د شمال ختیځو ولایتونو څخه دی او یوه تاریخی سیمه ده چی په مختلفو دوروکی په مختلفو نومول شوی دی . دنورستان ولایت دموقعیت له نظره یوه غرنی سیمه ده چی په پخوا نیو وختونو کی د کافرستان به نوم یادیده او بلور یا بلورستان د دغه ولایت بل نوم و . ولی باید وویل شی چی بلوریان یوازی دنورستان سیمی ته نه بلکه د کنړ ، چترال ، کاپیسا ځینی سیمی هم بلورستان پوری تړلی وی. خو وروسته د دغی سیمی ټول اوسیدونکی په اسلام مشرف شول او سیمه یی نورستان و نومول شوه . دنورستان ډیره برخه له درو ، غرونو او غونډیو څخه جوړه شویده او هواری سیمی نلری . د کرهڼی لږ ځمکی لری او یو شمیر رودونه پکی بهیږی چی د هغوی د پاسه د لرګی پلونه جوړ شوی دی . دنورستان د خلکو اصلی ژبه نورستانی ده . په سلوکی یی ، ۱۵ خلک په پشه یی ژبه خبری کوی او داوسیدونکو یو په سلو کی یی پښتانه او په ځینو برخو کی تاجیک هم شته . دغه ولایت په شمال کی د بدخشان ، په ختیځ کی د چترال او د پاکستان کشمیر په جنوب کی د کنړ او لودیځ کی د پنجشیر ، کاپیسا او لغمان سره سرحد لری .



Image

دنورستان اقلیم

دنورستان اقلیم ملایم دی، هرکال له ۶۰۰ څخه تر۸۰۰ ملی مترو پوری اورښت لری. دنورستان شمالی برخی په ژمی کی ډیری سړی او د تودوخی درجه یی تر منفی لسو درجو پوری رسیږی.

نورستان یوغرنی ولایت دی. په ژمی کی ډیره واوره پکی اوری او ټولی لیاری یی بندیږی. د دغه ولایت هوا په ژمی کی ډیره سړه ولی د کال په نورو موسمونو کی معتد له او ځینی برخی یی په اوړی کی ډیری تودیږی .

کلتور :

دنورستان ولایت د اوسیدونکو رسم ، رواج ، عادتونه او فرهنګ د نور ولایتونود خلکو سره شباهت نلری . د دغه ولایت ډیر خلک مالدار دی د لرګیو دوه پوړیز کورونه یی جوړ کړی چی یوه کړکی یی د ختیځ او بله یی د لودیځ په خوا پرانستل کیږی ( باز میشود ) . کالی یی د حیوانانو له پوستکی او وړیو څخه جوړ شوی دی . نارینه یی له پکول ( کلاه پکول ) څخه استفاده کوی. برسیره پردی د شپیلی غږول او بو ډول ځانګړی ستار ( یک نوع ستار خاص ) چی په نورستان کی جوړ او د ( واج ) په نوم یادیږی هم په محلی موسیقی کی غږ ول کیږی.