دننگرهار ولایت

دننگرهار ولایت

د ننګر هار ولایت د افغانستان په ختیځ کی دتاریخی ځانگړ تیاوو، اوبو او هوا ( اقلیم) میوو او حاصلاتو او طبیعی منظرو په لرلو سره د وطنوالو پام ځان ته ور اړولی دی. دلودیځ خواته یی د کابل او لوگر او د جنوب پلو ته دسپین غر په سیمه کی دپکتیا ولایت سره سرحد لری. دننگرهار د تودوخی منځی کچه د اوړی موسم کی ۴۵ درجی سانتی گرید او د ژمی موسم کی د سانتی گرید تر مثبت ۲ درجو پوری رسیږی. د مدیترانه یی اقلیم درلود ونکی دی او د اورښت کچه په ژمی کی له ۲۴۲ تر ۳۹۰ ملی مترو پوری رسیږی. سپین غر د ننگرهار مشهور اقتصادی غرونو څخه دی چی د ننگرهار جنوب کی پروت دی دغه غر دپیښور د ختیځ له ۸۴ کیلو متری څخه شروع او د لودیځ په لوری د لوگر ولایت تر سر حدونو پوری غزیدلی دی چی دکال په اکثرو موسمونو کی له واورو څخه ډک وی . دسپین غر لمنی شنه او غوړیدلی ځنگلونه لری.


Image

د ننګرهار صنعت، کلتور او د اوبو بندونه

صنعت:

ننگرهار د صنعت د پاره ښه چا پیریال لری ځکه چی اقلیم یی د کال په ځلور و موسمونو کی د کار دپاره مساعد دی. پخوا د لاسی ضایعو په برخه پوزی(بوریا) د دروز خولی، څپلی ، د کلالی سامانونه خامتا او ځینی نور شیان جوړیدل چی اوس دهغو ډیره برخه له منځه تللی دی.

کلتور:

دنارنج گل کلنی مشاعره هر کال د پسرلی په موسم کی په ننگرهار کی تر سره کیږی چی د هیواد د مختلفو ولایتونو شاعران او فرهنگیان پکی گډون کوی. دغه مشاعره شااوخوا نیمه پیړی سابقه لری چی اوس هم دهر کال د پسرلی په موسم لمانځل کیږی.

د اوبو بندونه:

په ننګرهار داوبو ستربند درونټه ده. دزیړی بابا بند چی په خیوه کی موقعیت لری دجوړولو کاریی په کال ۱۳۸۵ هجری ش کی؟

تاریخی آبدات :

د ننګرهار ولایت دسره رو د (سرخرود) لرغونی معبدونه، هستوپه، دبهرآباد، چهارباغ صفا مغاری، د بابر تختُ - راه کلان، د شاه فیض الله آغا مزار، نجم الدین اخوند زاده، دغوچک معبدونه، د درونټی معبدونه اودغه ډول نور ځایونه په دغه ولایتونو کی شتون لری. په همدی ډول د دولکی بابا زیارت، د میا علی صاحب زیارت - اخوند موسی بټی کوټی، میاشرف - گردی غوث، سراج العمارت - د غازی امان الله خان مقبره، د پاپا خان مزار، او دغه ډول نور مزارونه په دغه ولایت شتون لری. په ننگرهار ولایت کی یو موزیم هم شته چی د هډی د موزیم په نوم یادیږی.