دلغمان ولایت

دلغمان ولایت

دالینګار او الیشنګ دوه لوی سیندونه په دغه ولایت کی بهیږی چی وروسته بیا د قرغیو په ولسوالی کی دکابل سیند سره یو ځای کیږی . ددرونټی دبرښنا داوبو بند چی دننګرهار ولایت ور څخه ګټه اخلی دقرغیو ولسوالی ددرونټی په برخه کی پروت دی .


Image

دلغمان د اوبو بندونه، د پوهنې او د تاريخي ساحېs

سپورت : په دی وروستیو کی د کریکت لوبی په دغه ولایت کی ډیره وده کړیده ، ولایتی منتخب تیم لری او ددغه ولایت لوبغاړی دهیواد ملی تیم ته هم لاره موندلی ده . د کریکت لوبی بر سیره د ولایت په مرکز په ولسوالیو کی هم ډیره وده کړیده او په همدی ډول د تکواندو ، بوکسینګ، کاراته او نوری رزمی لوبی هم په دغه ولایت کی رواج لری . کلتور : څرنګه چی د لغمان ولایت د ننګرهار ولایت سره هم سرحد دی ، په لغمان ولایت کی فرهنګی چاری ډیری ښی پرمخ ځی او د فرهنګی ټولنو ډیر شمیر په دغه ولایت کی فعالیت لری چی د مثال په ډول د لغمان فرهنګی یون ، د ختیځ زون د خبریالانو او لیکوالانو مستقل انجمن ، د لغمان ادبی بهیر ا و د لمپاکا فرهنګی بنسټ څخه یادونه کولا شو . دلغمان فرهنګی لمړنی ټولنه په کال ۱۳۷۷ هـ ش کال کی تاسیس شوه او له هغه وروسته دغه شان نوری فرهنګی ټولنی هم را منځ ته شوید ی . د سمسور لغمان پسرلنی عنعنوی مشاعره هم هر کال د دغه ولایت داطلاعا تو او فرهنګ ریاست کی ترسره کیږی چی ددغه ولایت پر فرهنګیا نو برسیره د کابل او ډیرو نور و ولایتونو شاعران او فرهنګیان هم پکی ګډون کوی . په ارمنی رسم الخط لیکل شوی ډبر لیکونه ( سنګ نوشته ها ) په کال ۱۳۸۴ هـ ل د شله تک په نوم غره کی پیدا شوید ی او تر اوسه هم په دغه غره کی موجودی دی او ورڅخه ساتنه کیړی . دسرپل ولایت : دسرپل ولایت دهیواد په شمال زون کی موقعیت لری. پخوا د جوزجان ولایت یوه ولسوالی وه او په ۱۳۶۷ هجری کی دولایت کچی ته لوړه شوه. دغه ولایت له اوو ولسوالیو ( کوهستانات، سوزمه قعله، سنچارک، ګوسفندی، صیاد او بلخاب) څخه تشکیل شویده او مرکز یی هم سرپل دی. د سرپل ولایت په شمال کی د جوزجان ، په ختیځ کی د بلخ په جنوب کی د غور ا و بامیا نو په لویدیځ کی د فاریاب او په جنوب ختیڅ کی دسمنګانو ولایت سره همسرحد دی. سرپل د کابل په ۶۰۳ کیلو متری کی مو قعیت لری او د هیواد له دریمی درجی ولایتونو څخه شمیرل کیږی دغه ولایت د جغرافیوی جوړښت له مخی د هیواد یوه غرنی سیمه بلل کیږی په سلوکی ۷۵ برخه یی غرونه او پاتی نور له هوارو ځمکو څخه تشکیل شوی دی. د سرپل مساحت ۱۶۳۸۵ کیلومتر مربع دی. سرپل له هغو ولایتو څخه دی چی د دتیلو او مسو کانونه پکې ډیردی. اقتصاد اوسوداګری : دسرپل اقتصادی پروسی (روند) لاتر اوسه هم هغومره چې هیله یی کیدله ، پرمختګ ندی کړی او د خلکو اقتصادی ستونزې د کرنی له لیاری حل کیږی او سوداګری تر اوسه هم پخوانی او کلیوالی بڼه لری. دسرپل ولایت د لوبې لیاری په څنډه کی پروت دی چی له همدی امله د سوداګری حالت هم پکی له ودې څخه پاتی شوی دی. دسرپل د مرکز بازارله څو هټیو او کوچینو اولویو مارکیتونو څخه جوړ شوی دی چی د شمال ولایتونو په ځانګړی توګه د مزارشریف دښار له مصرفی ولایتونو څخه بلل کیږی. ددغه بازار د خرڅلاو د توکو ډیره زیاته برخه کرڼیز محصولات دی چی کلیو او لیری پرتو سیمو کی تهیه کیږی خو پدی وروستیو کی د ا هیلې را پیدا شوی دی چې د تیلو د کانونو په را ایستلو سره به ددی ولایت اقتصادی او تجارتی حالت پر مختګ وکړی