د کنړ ولایت

د کنړ ولایت

کنړ دافغانستان یوغرنی ولایت دی چی د هیواد په شما ل ختیځ کی موقعیت لری. کنړ د ښوون ( زیتون ) په معنی دی . دغه ولایت ۴۳۳۹ کیلو متر مر بع مسا حت لری چی تقریبا ۸۶٪ یی غرونه او رغونه تشکیلوی او په سلو کی ۱۲ یی نسبتا هواری ځمکی جوړوی . دغه ولایت په جنوب کی ږ ننګرهار په شما ل کی د نورستا ن په لویدیځ کی د لغمان او په ختیځ کی د ډیو رنډ کرښی سره نښتی دی . د کونړ سیند چی د پامیر له غرونو سر چینه اخلی د کونړ ولایت په جنوب او جنوب لودیځ کی بهیږی. د دغه ولایت نفوس شا او خوا ۴۲۸۸۰۰ تنه ښودل شوی دی چی غوڅ اکثریت یی پښتانه او تقریبا ۵٪ یی نورستا نیان دی. پښتو ددغه ولایت د اوسیدونکو اصلی ژبه ده او نږدی ټول اوسیدونکی یی دسنی مذهب پیروان دی. ددغه ولایت په سلو کی ۹۶ خلک په کلیو او ۴٪ خلک یی په ښارونو کی اوسیږی. مر کز یی د اسعد آباد ښار دی او په اداری تشکیل کی دغه ولسوا لی لری . برکونړ ، چپه دره، دانګام، د پیچ دره یا ما ڼوګی ، ِغازی آباد ، خاص کونړ ، مروره ، نرنګ او با ډیل ، ناړی ، نور ګل ، څوکی او شیګل . داسعد آباد ښارته نږدی د کرالا کلی د۱۹۷۹ کال دټول وژنی ( قتل عام ) ساحه ده چی ویل کیږی ددغه کلی نارینه نفوس دافغانستان دخلک دموکراتیک ګوند او دشوروی سلا کارانو له خوا ووژل شول او وروسته لس زړه شوروی او افغان عسکرو پر دغی سیمی یرغل وکړچی په نتیجه کی دهغه ځای خلک دخیبر پشتو نخوایالت ته مهاجر شول .


Image

د کونړ & nbsp؛ د صنعت، کلتور او د اوبو بندونه

کلتور : فرهنګی اتحادیه ، لیکوالان او د ادب مینه وال او ډیر شاعران په دغه ولایت کی شتون لری . په کنړ کی لاسی صنایع ډیر نه جوړیږی . ډیر لږ شمیر خلکو په تیروکلونو کی د څارویو له وړیو څخه ټغر او بدل چی اوس دغه رواج هم له منځه تللی او یوازینی لاسی صنا یع چی په کنړ کی تولید یږی هغه د آهنګرانو لاسی صنایع دی لکه چاقو، لور ( داس )، تبر او داسی نور.