د کاپیسا ولایت

د کاپیسا ولایت

لرغونی کاپیسا د مرکزی ولایتونو څخه ده چی په شمال کی د پنجشیر په لودیځ کی د پروان په جنوب کی د کابل او لغمان او په ختیځ کی د لغمان ولایت سره سرحد لری او محمود راقی د دغه ولایت مرکز دی چی د کابل د شمال په ۶۵ کیلومتری کی موقعیت لری . کاپیسا د هیواد له لرغونو سیمو څخه ده چی ۶۲۰ کاله پخوا په لرغونی اریا کی د کنشکا اوړنی ( تابستانی ) پلازمینه ( پایتخت ) وه او اوسنی هندوستان ، بنګله دیش او پاکستان د کاپیسا له مرکز څخه اداره کیدل او د نوموړی اداری تر اثر لاندی وو .



Image

تاريخي اثار د کاپيسا ولايت

اقلیم ( اب و هوا ) :

د کاپیسا اقلیم د ژمی په موسم کی سوړ او په اوړی کی تود خو د دغه ولایت هوا د پسرلی او اوړی په موسمونو کی معتدله ده . د بحرله سطحی څخه یی لوړوالی نسبت د کابل ولایت ته لږ دی چی له همدی کبله دهر دول کر کیلی او کر هڼی د پاره چمتو ده. انار، انګور، ناک، آلو او زرد آلو د کاپیسا له ډیرو مهمو میوو څخه دی .

د اوریا ( بارنده ګی ) کچه یی له ۳۰۰ څخه تر ۴۰۰ ملی مترو پوری ده اود دوبی موسوم کی یی د تود و خی درجه د سانتی ګرید ۲۵ او ۴۵ تر منځ وی.

نومیالی ( مشاهیر ) :

کاپیسا ولایت د یو شمیر مشهورو څیرو ټاټویی ( زاد ګاه ) دی چی د هغو څخه یو هم غازی میر مسجدی خان دی چی د افغان – انګریز په لمړی جګړه کی د کابل د شمال ولایتونو د مجاهدینو رهبری په غا ړه درلوده . همدارنګه غازی عبدالکریم خان ، غازی عثمان خاڼ ساپی هم ددغه ولایت له نو میللیو څخه دی . په همدی ډول غفور غفوری د کاپیسا ولایت له لوړو علمی شخصیتونو څخه دی او شهید انجنیر حبیب الرحمن هم له ډیر شهرت څخه برخمن دی او میاګل جان آغا د دغه ولایت له مشهور و مذهبی څیرو څخه و .

Image
Image
Image