د کندهار ولایت

د کندهار ولایت

دکندهار تاریخی نوم چی په تاریخی مدارکو (اسنادو) کی یی چی یادونه شویده (هه-هوای- تی) یا کی (هرویتی) دی چی هرا هواتی (سراشواتی) د ارغنداب او اراخوسیا د ارغستان نوم او دهغه مرکز اراخواتیس و او وروسته دیونانیانو له خوا په اراخوزیا اراکوزیا او اراموشیا بدل کړای شوی دی. کندهار د ساسانیانو، کیداریانو او کابل شاهانو د پیښو (حوادثو) په وختونو کی د (رخج، رخچ، اخذ) په نامه یاد شوی دی.



Image Image Image

د لرغونو ابداتو په د کندهار

دکندهار اوسنی ښار:

لوی احمد شاه بابا د خپل سلطنت په لومړیو کی پدی فکر کی و چی د هیواد پایتخت په توگه د کندهار نوی ښار ودان کړی. ځکه د نادر آباد نظامی کلا د یوی خوا د مساحت له نظره دیوی لویی امپراطوری د پایتخت د پاره برابره او مناسبه نه وه او له بلی خوا یی موقعیت هم په یوه لنډه ( مرطوبه ) ساحه کی و. له همدی کبله وروسته له سلا مشورو، لیدنو او کتنو، د کندهار د اوسنی ښار سیمه یی انتخاب او د احمد شاهی کندهار د بنسټ ډبره د ۱۱۶۹ هجری ق کال د ربیع ا لثانی د میاستی په لومړی نیټه کښیودل شوه. دغه ښار در اشرف البلاد په نوم و نومول شو چی د پایتخت او د درانی امپراطوری دلرغونی مرکز په توگه یی خپل حیثیت پیداکړ. دغه ښار د تاریخی په اوږدوکی د مورخینو او بهرنیو او کورنیو سیلانیانو په مختلفو لیکنو او آثارو کی ذکر شوی دی او د دغه تاریخی ښار د قدامت، معماری او لرغونتیا په هکله یی لیکنی کریدی.

دغه ښار په لومړیو کی له ځلورو ناحیو تشکیل شوی و چی پخپل منځ کی یی یوه سرپټی ځلورلار هم درلوده چی د کندهاری لرغونی معماری نماینده گی یی کوله. په معاصره دوره کی دغه ښار د شاروالی د تشکیلاتو پر اساس ډیره پراختیا پیدا کړیده.

دکندهار لرغونی آبدات: ۱- مندیگک :

دغه غونډی ۳۱ متره لوړوالی لری. په اصل کی دغونډی دغه لوړوالی دهغو ودانیو له کبله چی یود بل دپاسه جوړی شوی دی، منځ ته راغلی دی چی د وخت د پیښو له امله په زرگونو کاله ّخوا بیا ویجاړی شو ی او د یوی غونډی بڼه یی نیولی ده. دغه غونډی د دوه زرو کالو راپدیخوا ترک کړی شوی (متروک) اوله و یجاړی سره مخامخ وه. دمندیگک لمړی و دانی چی عمر یی (۹۰۰۰) کاله کیږی د لمړنی انسان د نښو ډبری برخی لکه توږل شوی د ‌بری، د ژوو صیقل شوی هډوکی پیژندل کیژی خو د دغه پوړ ( طبقی) څخه تر پنځلسم پوړ پوری د دغی غونډی د اوسیدنکو د ژوند د تکامل مختلف پړاوونه شیی چی وروستی پوړیی د مسو لوښی ( اساب ) هم لری. ۲.داشوکا ډبرلیک ( کتیبه ) د اشوکا کتیبه له هغو لرغونو اشارو څخه شمیرل کیږی چی دزاړه ښار دروازی ته نږدی پریوی غټی ډبری کښل ( نقش ) شویده او په کال ۱۳۳۷ هجری ش کی کشف شوه دغه ډبره ۵۵ سانتی متره اوژدوالی اوله ۴۵ څخه تر ۵۰ سانتی متره پوری بر(عرض) لری. دغه د ‌برلیک ( کتیبه ) په یونانی او ارامی لیک دود ( رسم الخط ) لیکل شویده چی لمړی ۳ کرښی یی په ارامی لیک دود کښل شوی دی. ددغه لیک کښل ( کیندل) په هفه وخت کی چی بودایی دین د آشوکا په واسطه دکندهار سیمو ته رسول شوی و، ترسره شوی دی. او دلیک نیټه یی له میلاد څخه مخکی (۲۵۰) کال دی (۲۵۰ سال قبل از میلاد) د دغه لیک ژبه یونانی او پخوانی پښتو (پرثوی) ده.

چهل زینه یو دالان دی چی دزاړه کندهار په شمال کی د غره په څنگ (بغل) کی موقعیت لری. زینی یی د غره له لمنی پیل شوی لمن او دالان یی د اوسپنی په قلم د غره په تیژه یا دبره کی کیندل شوی دی

پخوا د دالان دوو خواو و ته دوه ډبرین زمریان ( شیرسنگی ) هم موجود وو چی اوس نشته. د دغه دالان دپاسه پوه پهره دار خانه هم وه چی وروسته دهغی دپاسه نور کار شوی دی. چهل زینه د شاه بابر د زوی عسکر میرزا پواسطه جوړه شویده چی د جوړونی کاریی په (۹۳۰ هجری ق) کی پیل او په (۹۵۳ هجری ق) کی تکمیل شوی دی. د چهل زینی د دالان د تهذیب او د نستعلیق خط لیکل د مرحوم میر معصوم کندهاری په واسطه تر سره شوی دی. د زینو دواړو خواوو زنگونه د شاه امان الله خان پواسطه جوړ شوی او پدی حساب ټولی ۴۳ زینی لری.


قرآن ځايونو د کندهار

رگ:

ارگ هم د احمد شاه بابا د وخت له ماڼیو څخه دی چی د ده د شاهی اداری مرکز و. د ارگ په مخکی ځلور چمنونه جوړ شوی وو او د احمد شاهی کندهار په شمال کی یی موقعیت درلود دغه ماڼی د نولسمی میلادی پیړی په هماغه پخوانی بڼه ولاړه وه ولی د ارگ اوسنی ماڼی د سراجی عصر له ودانیو ( ساختمانونو ) څخه شمیرل کیږی چی د سراج الملبته والدین امیر حبیب الله خان په حکم د سردار محمد عثمان خان (کندهار والی) به وخت کی جوړه شویده. پخوا برسیره د کندهار ولایت د مقام یوشمیر ډیرو دولتی ادارو په هغه ځای کی کارکاوو. ددغی و دانی ( ساختمان ) شمال او جنوب ته نوری ودانی هم جوړی شوی وی چی دهغو ترمنځ یو فرش موجود وو.

Image
Image
Image
Image
Image
Image
Image
Image
Image