د کابل ولایت

د کابل ولایت

کابل له مهمو لرغونی ولایتونو او د افغانستان پلازمینه ده چی د جنوب ختیځ له خوا په ننګرهار د جنوب له لوری په لوګر او د لودیځ له طرفه د میدان- وردکو ولایتو سره نښتی دی. دغه ولایت د ۴۵۸۵ کیلومتر مربع مساحت په لرلو سره له شپږ میلیون نفرو زیات نفوس او د ۲۲ ناحیو او څوار لس ولسوالیو لرونکی دی. دکابل ولایت د فرهنګی او لرغونتیا له پلوه د هیواد له بډایو ولایتونو څخه دی چی مشهور آبدات او ماڼی یی د کابل بالاحصار د چهلستون ماڼی، شاهی ماڼی، د دارلاامان شاهی ماڼی ، د کابل موزیم، ملی آرشیف، ملی ګالری، شاهی ارګ د ستوری ماڼی او مشهور بڼونه او تفریخی ځایونه دی.


Image

دپل خشتی مسجد:

دپل خشتی مسجد اوږده مخینه( سابقه) لری. پخوا د پل خشتی مسجد یو پوړ او د دری دالانونو، اوو رواقونو او یو ویشت ګنبدو لرونکی و. دهری ګنبدی په منځ کی په موجوده حربی ماشین خانه کی جوړ شوی یو یوغټ فانوس ځوړند و چې د دوه طرفه لنګرونو پواسطه ښکته او پورته کیدل او د خاورو تیل پکی سوځیدل. په هغه زمانه کی دغو څراغانو ځانګړی برم (خاص عظمت) درلود.دغه مسجد د نوم ورکی سپاهی (سپاهی ګمنام) منار ته نږدی موقعیت لری. پخوا د دغه مسجد انګړ کوچنی و او کله چی به سراج الملته والدین د جمعی په ورځو له خپلو مصاحبانو او دربار د ارکانو سره دلمانځه اداکولو د پاره مسجد ته تللو او ګڼه ګونه به یی لید ه ، امر یی وکړ چی د مسجد انګړ له هره پلوه چی امکان ولری پراخ دی کرای شی. هماغه و چی د جنوب څنډی ته د مسجد احاطه پراخه شوه او وروسته بیا د پخوانی پاچا د سلطنت په مهال دکابل ښاروالی به خوا بیاورغول شو.


دمیوند منار یا سپاهی ګمنام

دمیوند واټ د څلور لاری په منځ کی یو ښکلی او مخروطی شکل منار د کندهار د میوند د دښتی د شهیدانو په یاد په کا ل ۱۳۳۷ هجری کی د هه وخت د کابل ښاروالی له خوا جوړ شوی دی چی د انګریزانو د مجهزې او په وسلو سمبال اردو په وړاندی د افغانانو بریا یادوی. دغه تاریخی آبده په کال ۱۳۸۲ هجری ش کی د فرهنګ دوستانو څخه په جاپان کی اوسیدونکې میرمن صدیقی له خوا د تاریخی آبداتو د ساتنی او بیارغاونی د ریاست تر څاونی لاندی د البرز ساختمانی شرکت پواسطه ترمیم او ورغول شوه.

Image

Image

دآزادی یا استقلال منار:

داستقلال منار د افغانستان د اتلو خلکو د شجاعت او آزادی غوښتنی ښکارند وی دی. دغه منار د ځمکی له سطحی څخه د اتو مترو په لوړ والی په یوه فلزی صفې (صفه) باندی له پخو خښتو او سپین ګچ څخه جوړ شوی دی چی موقعیت یی د دفاع وزارت ته مخامخ د جمهوری ریاست د ارګ او محمود خان پله ترمنځ دی. دغه منار د سپه سالار نادر خان دفداکاریو د یاد ساتلو په خاطر چې هغه مهال یی افغان اردو اداره کوله، جوړ شوی دی. دغه منار چې د جګړی په کلونو کی زیانمن شوی و بیا ورغول شو او د څلورو توپونو آثار چې د مناری په څلورو خواووکی موجود وو، ترۍسترګو کیږی.


دعبدالوکیل خان منار

دغه شپږ رخه (شش رخ) ډیره ښکلی آبده د یو ښایسته پارک په منځ کی د دهمزنګ په څلور لاره کی جوړ شوی دی. چې د ناییب سالار عبداوکیل خان نوزستانی د شجاعت او میړانې یادګار دی چی د سقاوی په دوهم اړ او دوړ په مهال په کال ۱۲۰۹ هجری کی د عارف کوهدامنی په بڼ کی شهید شوی او دغه منار یی په یاد جوړ شوی دی. ددغه منار د بیا رغاونی کار د ۱۳۸۹ هجری کال د چنګابن په نهمه نیټه پیل شوی و.

Image

Image

دتیمورشاه مقبره

دغه مقبره د عایشه درانی دلیسې لودیځ د کابل سیند جنوب خواته موقعیت لری. دتاریخ او د کابل د اوسیدنکو په وینا تیمورشاه د احمدشاه بابا لمړنی زوی د زمان خان لمسی، د دولت خان کراوسی، د اسدالله خان له او لادې څخه دی. اسدالله خان په کندها کی د ابدالی د مشهوری قبیلی د مشر، زیرک بابا له اولادې څخه دی. زمان شاه د تیمورشاه مقبره د احمد شاه بابا له مقبرې څځه پراخه جوړی کړی اود ده د سلطنت په موده کی ترموجوده حده سر ته رسید لی ده . که څه هم ددغی مقبری د کاردپیل او پای د مراسمو ، سرپرستی ، معماری، مهندسی او د پیسو د لګښت سند تراوسه ندی معلوم شوی خو د جوړونی کاریې کلونه وخت نیولی دی.

بوستان سرای د عبدالرحمن خان مقبره :

بوستان سرای د عبدالرحمن خان د سلطنت د دوری له و دانیو څخه ده چی په کال ۱۸۲۲ م کی د کندهاری معمارانو پواسطه جوړه شویده . لمړی په لر ګیو پوښل شوی وه او دعبدالرحمن خان دځانګړو او شخصی میلمنو د منلو یا پذیرایی مقر ( مرکز ) و. هغه د میلمنو سره په همدغه ځای کی لیدل او دغې ودانی سره یی خاصه مینه درلوده له همدی امله کله چی عبدالرحمن خان مړشو زوی یی حبیب الله خان د پلار جنازه په دغی ماڼی کی ښخه کړه.

دشاه دوشمشیره مسجد

دباغ علیمردان او حضوری چمن ترمنځ د عیدګاه مسجد د جوړولو کار په ۱۲۱۱ هجری ق کال کې پیل او په کال ۱۳۱۵ هجری ق کی پای ته ورسید. دمسجد په دیوال کی یو ډبرلیک (کتیبه) موجود دی چی په هغه کی د مسجد ټولی ځانګړتیاوی (خصوصیات) لیکل شوی دی.

په دغه مسجد کی د لمانځه د اداکولو سربیره ، غونډی او رسمی جرګې هم ترسره کیدلی. د بیلګی په توګه د افغانستان داستقلال ګټلو د پاره د انګریزانو سره جګړه دهمدغه مسجد له ډبرین منبر څخه اعلام شوه او نوری قومی او عمومی پریکړی په همدغه مسجد کی کیدلې ددغه مسجد ودانی د شمال څخه جنوب ته په اوږدو د ۷۶ کوچنیو او یوې لویې ګنبدی، یولړ رواقونو او کمانونو په دننه کی جوړ شوی او د نقاشی شوی منارونه او یو لوی مرکزی محراب او دوه کوچنی ښکتنی محرابونه او په لسګونو منارې لری چی یوازی منځنی لویه ګنده یی په او سپنې پوښل شوی او پاتی نورې ټولې ګنبدی یی اخیړ (کاه ګل) شوی دی.

د مسجد دودانی مخ ته د مرمرو په سپینو ډبرو فرش شوی تراز یا صفه هم شته. دمسجد ودانی د هغه د انګر څخه نږدی یومتر جګه جوړه شوی ده. پخوا د مسجد ساحه د خښتو په دیوال محدوده (احاطه) شوی وه. د مسجد ختیځی خواته دری لوبې دروازی چې د ګچ په کمانونو تزیین کړای شوی وی او تاریخی اصالت یی درلود ، موجودی وی چې په خوا شینی سره د ۱۳۵۷ هجری ل کال د غوایی د کوتاه څخه وروسته له منځه ولاړی. دمسجد د انګړ بوټی او ونې ایستل شوی او انګړ قیر او کانکریټ کړای شوی دی.

دشاه دوشمشیره مسجد :

دشاه دوشمشیره مسجد دکابل ښارکی د اسلامی دورې د لمړینو او ډیرو پخوانیو ودانیو څخه شمیرل کیږی. دغه مسجد دکابل سند پرغاړه دښا ر په مرکز، احمد شاهی واټ کی واقع شوی دی. د پیړیو په اوږدوکی دغه مسجد څو ځله بیا رغول شوی چی وروستی ځل په کال ۱۳۰۶ هجری کی د امیر امان الله خان په دوره کی په سراج الخواتین مشهوره دده د مور له خوا په ښکلی دوه پوړیزه بڼه جوړ شو چی د معماری په ټولو برخو کی لکه طرخ او ګچ بری یا ګچ کاری، ترکاڼی او ډبرو توږ لو یا حجاری د ملی هنر تمثیلونکی دی.

دمسجد په ګاونډ یا څنګ کی دوه قبرونه شته چی لمړی مرقد د پیغمبر ( ص ) د تره له لمسیا نو څخه په لیث بن قیس پورې اړه لری او دوهم مرقد د اسلام د سپاهیانو سپه سالار عبدالرحمن بن ا شعت دی. کله چی د لیث بن قیس په قوماندانی د عربو سپاهیان د کابل ښار دروازو ته ورسیدل، سخته جګړه ونښته. ددغی تاریخی جګړی په اخ او ډ ب کی لیث بن قیس په شهادت ورسید او په دغه اوسنی ځای کی یی ښخ کړ او ځ‎څرنګه چې هغه بزرګوار په هغه ورځ په دوو تورو باندی جنګیده نو ځکه یی لقب شاه دوشمشیره وګرځید. مسلمانانو دده و مزار ځنګ ته مسجد جوړ کړ چې دغه مسجد د شاه دو شمشیره په نوم ونومول شو.


دعلم او جهل منار:

منارونه د فرهنګی سترو آثار په ډله کی نه یوازی د هغو د معماری او ښکلا پیژندنې له اړخه اهمیت لری بلکه د دی امله چی د هغو د جوړوونکو او پنځوونکو( ایجادوونکو) عواملو د پیغامونو لرونکی هم دی دتوجه سبب ګرځی ځکه چی منارونه کله کله د سمبول (نماد) په حیث دیوي پیښې تمثیلوونکی او دهغې یادونه (یادبود) روښانه کوی. ددغو منارونو څخه یو د کابل دبریکوت د نوآباد په ساحه کی دعلم او جهل منار دی او لکه څنګه چې ددغی بنا له نامه څخه ښکاره ده دغه منار پر ظلم او استبداد باندی دیوشمیر وطنوالو د بری سمبول (نماد) او پرتیارو او ناپوهې د بر لاسی د ویاړ نښه ده. دغه بنا په تاریخی لحاظ هم اهمیت لری ځکه چې د یوې تاریخی پیښی نماد یا څرګندوی دی او هم د معماری له ا رخه دغه بنا په ډیره ساده ګی او ښکلا کی د مرمر ډبرو آو ډبرینو خښتو له ترکیب څخه جوړه شویده چی د خښتو پرمخ سپینو مرمرینو لوحو او کتیبو(ډبرلیکونو) ځای نیولی دی. چی د شهیدانو د نومونو لیکنه او د ارم اونقا شیو رامنځ ته کول چی د افغانستان د خلکو له مذهبی او ملی باورونو څخه یی الهام اخستی دی، دغه منارته ځانګړی ښکلا ورکړیده. دعلم او جهل د منار اصلی بد نه (پیګره) چی څلورمخه (چهار رخه) لری د صفی په مرکز کی واقع شویده او برسیره پردی چی د هری سطحی پرمخ د شهیدانو د نومونو کتیبی یا ډ بر لیکونه، لوحی او نښانونه په مرمری چوکاټونو کی په ډیر ظرافت (برجسته) کیندل شوی دی د منار په پورتنی برخه کی د بسم الله الرحمن الرحیم او لا اله آله الله و محمد رسول الله (ص) او داقغانستان د بیرغ سمبول او آرم سترګی ځانته ور اړوی . ددغه منار جګوالی اوه متره اټکل شوی دی او دافغانستان دتاریخ له حقیقتونو څخه ددغو ډبرلیکونو په یو کی یی ځای نیولی دی چې له څنګ څخه یی باید بی توجه تیرنه شو.

Image