د هلمند ولایت

د هلمند ولایت

هلمند دافغانستان له ستروولایتونوڅخه دی چی په ختیځ کی دکندهارپه شمال کی د ارزگان،غوراودا یکندی ، په لودیځ کی د نیمروزاوفراه اوپه جنوب کی د دیورند کرښی سره ۶۲ کیلو متره پوله لری . د هلمند ولایت په شمال کی دغرونویوه لړی تاوشویده اوپه جنوب کی ډیری ښکلی ښگللنی ( ریکستانی ) سیمی پرتی دی. په ژمی کی یی هوا معتدله او داوړی په موسم کی توده ده. د لښګر گاه ښار د دغه ولایت مرکز دی چی دهیواد دپایتخت کابل په ۶۷۱ کیلومتری کی موقعیت لری.



Image

سیندونه اوبندونه

دهلمند سیند چی نوم یی د تاریخ په مختلفو دوروکی تغییرکړی دی ډیرنومونه لری چی د بیلگی په توگه یی د څونومونه یادونه کوو. دغه سیند سانسیکریت کی دهیلمند یاهلمند او وروسته بیا په تغییرشوی بڼه، هرمند یاد شوی دی اوپه اسلامی دوروکی په اوسنی نوم، هلمند بدل شوی چی لغوی معنی یی شاندار، بریالی یا فیروز اوله برم ډک او با عظمته دی او د ډک ( پُر) په معنی هم راغلی دی .

دغه سیند دهیواد په مرکزی سیموکی د بابا له غرونو سرچینه اخلی اوترایران پوری سل کیلومتره بهیږی او وروسیه په هامون ( جهیل ) کی توییږی). هلمند سیند په مختلفوسیموکی معاونین (دریاچی ) هم لری چی د مثال په توگه دسنگین، موسی کلا، نوزاد ، لوی مانده- نری مانده له رودونو( دریاچه ها ) او همدا راز د ارغنداب رود داسی نورولو یواو وړو ( کوچنیو ) سیندونو یادونه کولای شو.

د برشنا بندونه :

د کجکی د برښنابند ددغه ولایت له مهمو پروژوڅخه دی . دغه بند د دری توربینونو په درلودلو سره د ۵۱ میگاواته برښنا دتولید ظرفیت لری خواوس یی دوه توربینونه فعال دی چی د ۳۱ میگاواته برښنا دتولید ظرفیت لری چی سربیره دهلمند په ولایت د کندهار ښار ته هم له هغه څخه گته اخلی. د گرشک د برښنا بند چی دیو کانال پرسرجوړ شوی دی د ۲،۵ میګاواته برښنا د تولید ظرفیت لری ولی همدا اوس په دغه پروژه کارروان دی چی د تولید کچه یی پنځه میگاواتوته ورسیږی.

کلتـــــــــــــور :

سره له دی چی هلمند له پخوا وختونو څخه د فرهنگ ، تمدن او تاریخی میراثونومرکز و ولی پدی ورستیو کی د فرهنگی ټولنو په جوړیدو سره فرهنگی چاری : منظمی شوی دی اوهر کال د غوایی ( ثور) په میاشت کی د شا عرانو او فرهنگیانودمشاعری پروگرام د « هلمند څپانده سیند » ترعنوان لاندی جوړ یږی چی د مختلفوولایتو نو شا عران پکی گډون کوی .

تاریخی آبدات :

دهلمند ولایت د پنځوسو په شااوخواکی تاریخی میراثونه لری چی عبارت دی له:بست کلا، د سلطان محمود ماڼی، د ارگ ماڼی، دتنورکلا، مسجد، قلعه اتو، دسفارکلا، دبولان کلا، دمخترکلا، دپیرسوزکلا، دخواجه بیدار بشران کلا، د شهزاده بابا کلا، دسپوږمی کلا، د خواجه علی کلا، دخواجه غیب کلا، دامیربلند بابا کلا، د درویشانوکلا، دشملان کلا، دگرشک کلا، قلعه سبز، قلعه نو، دخانشین کلا، د دیشو کلا، د جلج کلا، د داورکلا، موسی کلا، دفتح خان کلا، اکرم خان کلا، د شاه حسین زیارت، څاروان کلا، دلویی ادی کلا، قلعه نوزاد سره، د نوزاد مروت کلا، د باغران دحرم کلا وی، د بغنی کلا، دبرنگ غونډی، د اسد سوری زیارت، دنا د علی کلا دسرخودوزکلا، دمومن کلا، د پنجاوکلا، دبیوبی جانی کلا، دشاه اسماعیل آغا کلا او پدی ډول نوری کلا گانی چی شمیریی له پنځوسو څخه ډیردی .

لا سی صنایع :

د هلمند ولایت کی زیاتره لاسی صنایع لکه ټغر، غالی، پټو، خولی، کالی ، غاړه ( یخن ) پرده، شړی ( کمپل ) د سترخوان، غلبیل، چغل، میده بیز، مصلی ( جای نماز ) رسی ( ریسمان ) چپرکټونه، دستکول، د آس اواو ښانو د پاره زین اود بارورلو وسیلی گلدانی او داسی نورمواد چی د ښځو او په ځانگړی ډول دکوچیانو له خواله وریو( پشم) څخه جوړیږی اوهم له پوستین څخه په عادی یا ورځنی ژوند کی ه گټه اخستل کیږی.‍ٔ په هلمند ولایت کی څو ډوله د مرمر ډبرو کانونه شته او دمرمر ډبرو لاسی صنایعو هم و کړی ده. خوسی، ډبره غور ځول کبدی، دوره کلیک دو میک، پټ پټانی، بید یا بوجلی، غیږنیول، کچه ،کتار ( قطار ) دری خطی، پچیز او دغه ډول نوری لوبی له ډیر پخوا وختونو د هلمند ولایت کی رواج لری. چی ډیره برخه یی په کلیو او قریو پوری محدودی دی . اوس دوه لوی سپورتی ستد یمونه د کرزی او غازی محمد ایوب خان په نو مونو په دغه ولایت کی فعال دی چی برسیره پرفوتبال دوالیبال او کریکت لوبی هم پکی ترسره کیږی .