د فراه ولايت

د فراه ولايت

د موقعیت، تاریخی ساحو، تفریحی سیمو، کرهڼی، کا نونو لاسی صنا یعو په هکله لنډ معلومات.



Image

موقعیت :

د فراه ولایت د لودیځو پراخه ولایتونو څخه دی. دغه ولایت د هرات، نمیروز، هلمند او غور ولایتونو سره دگډ سرحد برسیره د ایران سره ۲۹۰ کیلومتره مشترکه پوله لری او د فراه ښار یی مرکزدی چی دکابل ښار په ۴۸۰ کیلومتری کی پروت دی.

د فراه تاریخی او فرهنګی اماکن ( ځا یونه ) :

فراه چی د شیخ ابوالنصر فراهی او عطالملک جوینی اصلی ټاتوبی دی د ډ یرو تاریخی اولرغونو اماکنو ( ځایونو) لرونکی دی. د ( کک کهزاد ) کلا چی د دوو زرو کلونو څخه ډیړه مخینه (سا بقه) لری ددغه ولایت له تاریخی اماکنو څخه شیمرل کیږی .

دغه کلا د فراه ښار د جنوب لودیځ په پنځلس کیلو متری کی موقعیت لری چی د غره په سرله تیږو ، پخوخښتو او گچ څخه جوړه شویده او ودا نی یی د څو برجو نو په منځ کی پرته ده. د فریدون کلا ( قلعه فریدون ) هم د فراه ولایت په مرکز کی موقعیت لری او په زاړه ښار (شهر کهنه) مشهوره ده . دغه کلا د سیستان د تاریخ او فردوسی شهنامی يه اساس د دوه ز رو کلونو څخه ډیر تاریخ لری. دغه کلا د شا ا وخوا ( حدود ) دری سوه جریبه ځمکه کی له خټو او خامو خښتو څخه جوړهء شویده چی د برجونو شمیریی ۹۹ ته رسیږی .

همدغه راز د لاش جوین کلا، د پیشه ورانو ښار( شهر پشاوران )، د شیخ ابو نصر فراهی زیارت، دسلطان امیر زیارت، بارندوک او کافر قلعه ( مرکز ) د کنسک د شهیدانو زیارت ( بالا بلوک ) او دا ډول نور ځایونه د دغه ولایت له تاریخی اماکنو څخه دی.

تفریخی سیمی :

باغ پل، باغ نو، باغ کافی، دسلطان امیر زیارت او کافر کلا د فراه ښار له تفریحی ځایونو څخه دی.

لاسی صنایع :

د غالیو ( قالین ) او بدل د دغه ولایت له مهمو لاس صنایعو څخه شمیرل کيږی چی یووخت اروپایی با زارونوته صادریدلی او ددغه ولایت یو ډیر شمیرښځی په غالی اوبدلو بوختی وی .

Image
Image
Image
Image
Image
Image