ولایت د دایکندی ولایت

ولایت د دایکندی ولایت

دایکندی دکابل لودیځ ته په ۴۶۰ کیلو متری کی موقعیت لری. جنوب لودیځ ته یی ارزگان، ختیح ته یی بامیان، شمال پلوته یی غور او جنوب خوا ته یی غزنی او شمال لودیځ لورته د هلمند سره نښی دی. دغه مرکزی منطقه د تودی او سړی هوا دلږو لوړو او ټیتو ساحو اوشنو جلگو لرونکی دی او په ټوله کی غزنی یا کوهستانی دی اوپه ژمی کی د ډیرو واورود اوریدو له امله یی لاری ستونز منی ( صعب العبور ) دی.



Image

ولايت سيندونه، بند، د تاریخي اثارو او د لاسي صنايعو

کلتــــــــــــــور :

په دغه ولایت کی محلی لوبی لکه سانگه وهل ( نیزه با زی ) آس ځغلول، ملی اتن اود نارینه وود پاره پنبی ټولول ( پخته چینی ) او دښحو په برخه کی محلی نڅاوی لکه پیشپو اوموسیقی رواج لری پیشپودودیزه لوبه ده چی ترډیره د ښځواونجونوله خوا په ډله ایزه بڼه اجراکیږی اوملی اتڼ ته ورته دی. دغه لوبه دمرکزی سیمود «هزاره جات» یوډول پخوانی اومحلی یاسیمه ایزه نڅا ده چی په ځینوسیموکی د شعرویلوسره یوځای اود نڅا په حیث په ودونوکی دخلکو له خوا ترسره کیږی.

په ډیرومرکزی سیمو بامیان ، دایکندی اوغورکی داخترپه لمړی ورځ دکلیواوسیدونکی داخترلمړی غرمه په ډوډی باندی جشن نیسی خلک په دله ایزه بڼه د یوبل کورته ځی او دهغو خلکو په منځ کی چی د یوبل سره خوابدی ( خفه ) وی پخلا کوی . د بادام گل « گل بادام » جشن په دایکندی کی د فرهنگی مراسمو څخه دی چی هرکال دسلگونوتنوبنوالو فرهنگیانو اوسیمه ایزومسوولینو په گډون د جشنو نو په جوړولوسره ترسره کیږی.

تاریخی آبدات :

په دایکندی کی تاریخی آثاراوآبدات نشته خود نیلی ــ شهرستان اومیرامور په تگ لوری څوکلکی ( مستحکمی ) کلاوی شته چی قدامت یا سابقه یی سلگونو کلونوته رسیږی د دغوکلاوویوه یی چی دقلعه کاروان سرای نومیږی د ښی منظری (نما) څخه برخمڼه ده. د خاورو له لاندی هم ځینی آثار پیدا کیږی. د کال ۱۳۹۲ هـ ش په لمړیوکی د سنگ تخت ولسوالی په شیخ علی سیمه کی د اسلامی د وری لسگونه قلمه سکی هغه وخت ترلاسه شوی چی خلکو دسیمی د سرک په بیارغا ونه کارکاو. په دغه آثاروکی ۲۰۰ سکی، دری کړی د سپینو زرو گوتې،دوه کړی دسروزروغوزوالی د بیروج اومرجانو دری مری(مهره) شاملی دی چی په یواوه څوښه ( هفت جوش )۶۶۰ گرامه منگی (کوزه) کی ښخ شوی وو. د دغو سکو په یوه باندی د ( لا الله الا الله ) کلمه لیکل شوی وه.

صنعـــــــــــت :

دایکندی ولایت کی لاسی صنایع لکه خامک گندل ، گلدوزی ، غالی اوبدل تغر اوبدل او د خورجینی اوبدل رواج لری چی زیا سره یی دښحو پواسطه جوریږی. ددایکندی خلک دپسونود وریوپه وریشلو ( ریسیدن ) هغه په ټغر،غالی اولیمڅی بدلوی اوله هغو څخه دفرش په حیث گټه اخلی. پدی وروستیوکی تار او دغالی اوبدلو مواد له کابل څخه واردیژی اوخلکو هغوغالی او بد لو ته مخه کریده چی له غیر محلی تارونو( نخ ) او مواد وڅخه جوړیږی او نسبتاً عصری غالی او بدل په دغه ولایت کی رواج موندلی دی. په ډیره لره اندازه دآهنگری صنعت هم خپل تاریخی هویت ساتلی دی. له دی جملی حخه دکرهنی سامانونه لکه کلند، پال صوغمه داوسپنی توته چی دیوی « قلبی » په کنده کی نصب کیږی. دسیمی دبزگرانودگتی دپاره جوړیږی .

Image
Image
Image
Image