د باميانو په ولايت

د باميانو په ولايت

دافغانستان مرکزی او دوهمه درجه ولایتونو څخه دی چی د هیواد د پایتخت کابل د شمال په ۶۴ کیلو متری کی موقعیت لری. دغه ولایت دمیدان- وردک، بامیان، بغلان، پنجشیر او کاپیسا ولایتونو سره هم سرحد دی او مرکزیی د چاریکارو ښار دی. دپروان تاریخی او فرهنگی ځایونه: دپروان سمسور او زرغون ولایت چی د امام اعظم رحمته الله علیه د زیږیدو اصلی ځای دی په جبل السراج، چاریکارو او بگرام کی تاریخی سیمی لری. دجبل السراج ما ڼی په کال 1907 م کی د امیر حبیب الله خان دوره کی جوړه شویده له دغی ماڼی څخه چی د ( سراج ا لمصار ) د بام په نومول شوی وه. دغازی امان الله خان د پاچاهی تروخته ( ۱۲۹۷ م ) دسلطنت د مرکز په توگه کار اخیستل کیده. دشاه یوسف قتال په گډون د رسول اکرم (ص) 93 تنه اصحاب هم د چاریکارو په لودیځ د هوفیانو په سیمه کی په شهادت رسیدلی دی چی مقبری یی هم هماغلته دی. همدا ډول د سید عباس جان آغا، سید جعفر مجرد، او میرجهان زیارتونه هم په دغه سیمه کی دی. د (چکری) لوی شل متری منار هم د کوشانیانو په وخت کی جوړ شوی دی. دغه منار په کال ۱۳۷۷ هجری کی د راکت دلگیدو له امله وران شو تر اوسه ندی رغول شوی. بګرام د دغه ولایت د سیمو څخه یوه بله تاریخی سیمه ده چی د کابل شاهانو دوهم پایتخت و. همدغه راز د کوشانیانو د ځواکمن (مقتدر) پا چا - لوی کنیشکا ( ۱۶۰-۱۲۰ م) دوخت د شپاړلسو آتشکدو آثار تر اوسه هم موجود دی. دهیواد لوی هوایی ډگر هم دبگرام په ولسوالی کی موقعیت لری.


Image

فرهنګ

سیمی :>
ګل غوندی د پروان ولایت په مر کز کی له مشهو رو او تاریخی سیمو څخه ده چی د ارغوا ن ګل یی د شاعرانو لخو ستا یل شوی او خلک د ا وړی په موسم کی له کا بل او نورو ولایتونو څخه دغلته را ټولیژی او تفریح کوی. سا لنګ چی یو ه غرنی او شکلی سیمه ده د شپږ و شمالی ولایتو نو موا صلاتی لاراو د شما ل لودیځ ولایتونو لویه لار ده د سا لنګ له دوه نیم کیلو متره تو نل څخه تیریژی او خلک د ا وری په موسم کی د میلی دپاره هلته یعنی سا لنګ ته ورځی.

کا نو نه :

دسیاگرد په تیغان او سرخ پارسا کی د ډبرو سکر و کانونه، د سرخ پارسا د ترکمنو په دره کی د مسو کانونه، د سرخ پار سا ولسوالی په سرخ کی د سرب او جستو کانونه د کوه صافی دسیمی په مختلفو بر خو کی د کرومیت د ډبرو کانونه، د جرخشک ّپه سیمه کی د سرو زرو او دسالنگ په ولسوالی کی د مرمر ډبرو کانونه شته.

لاسی صنایع :

دچاریکارو چاقو ګان د پروان ولایت له مشهور لاسی صنایع څخه شمیرل کیږی. دپروان یوشمیر شځی او نارینه د ټغر په اوبدلو بوخت دی خود ځرمنو (چرمی) لاسی صنایع او د مریو (مهره ها) کالی هغه شیان دی چی ددغه ولایت یوشمیر شځی یی بوختی کړیدی. د دغه ولایت نساجی صنایع (په ځانگړی توګه دکتان ټوکر) په ټول افغانستان کی شهرت لری.

فرهنگ :

ددغه ولایت فرهنگی فعالیتونه نسبت ډیرو نورو ولایتونو څخه ښه دی. هرکال د ارغوان مشاعره په گل غونډی کی ترسره کیږی. پردی سربیره نوری فرهنگی هڅی هم ترسره کیږی چی ددغه ولایت فعالو تلویزیونی، صوتی او چاپی رسنیو څخه په گـټی اخستو سره یی و ده موندلی ده.

بامیان ولایت:

بامیان دهندوکش دغرونو په جنوب ، د بابا دغرونوشمال ته د افغانستان په مرکزکی دسمندرله سطحی دری زړه متره لوړموقعیت لری . دغه ولایت د پخوانی مدنیت لرونکی دی اود « بنداهش » په نقشه کی د « بامیکان » اوترمیلاد مخکی دپنځمی پیړی په آثاروکی د « فان یانگ » په نوم یاد شویدې. په کال 632 میلاد کی دمشهور چینایی سیلانی « هیوان تسنگ » په روایت « فان ین نا » ذکرشوی دی . بامیان دافغانستان له ډیرولرغونو ولایتونو څخه دی چی دبودا دوه ویجاړی شوی مجسمی اوبند امیر( دافغانستان لمړنی ملی پارک ) دهغه په تاریخی توب دلالت کوی. دغه ولایت ډیر زیات سور اوله واورو ډک ژمی او معتدل او په زړه پوری ( خوشگوار) پسرلی اواوری لری او ډیره سړه ( سرد ) سیمه یی د پنجاب ولسوالی ده . د بامیانو مساحت نږدی ۱۸۰۲۹ کیلومترمربع ده چی د ټول هیواد په سلو کی ۲۶/۲ مساحت جوړوی.


تاريخي آثار

فرهنگ : په بامیانوکی له ۱۹۰۰ څخه ‌ډیر مسجدونه او تکیه خانی شتون لری چی خلک له هغوڅخه دعبادت ځای او مذهبی مراسمو په نامه استفاده کوی . په دغه ولا یت کی بی له دووشیعه اوسنی مذهبونوڅخه بل هیڅ مذهب شتون نلری او د بامیانوټول اوسیدونکی د اسلام مقدس دین معتقد اوپیروان دی . بامیان خپل ځانگړی هزاره گی عنعنات هم لری چی یوه یی پیشپو ده چی په دله ایزتوگه اجرا کیږی چی ملی اتڼ ته ورته دی. دا په مرکزی سیمو« هزاره جات » کییوډول پخوانی ( قدیمی ) اومحلی رقص دی چی په ځینوسیموکی د محلی شعرویلو سره یوځای اود نڅا په نامه ودونوکی ترسره کیږی . ددی نڅا ( رقص ) اجرا یا ترسره کول پدی دول دی چی لمړی دگل سیب دستمالونه په دواړو لاسو کی نیسی کله یواوکله بل لاس ښکته کوی. په همدی حال کی ملا( کمر ) هم د ځمکی په لورټیټ او جگ کوی او پیشپو ته ورته غږ ( صدای مشابه پیشپو ) د پیشپو لوبی یا نڅا ته دوام ورکول کیږی . دلمړنی گام تر اجرا کولووروسته د پیشپو لوبغاړی یا نڅا گرد زوم او ناوی څخه چی په آس سپاره وی ، یو دوه گامه مخکی حرکت کوی اویاهم د کړی( حلقی ) په شکل په کورکی د ناوی پرشا اوخوا تا ویږی ( څرخیږی ) اویا هم دغه نڅا د ناوی او زوم په تگ لوری ددوی مخ مخ کی ( پیشا پیش ) دوام مومی .

تاریخی آبدات :

د بودا نړول شوی مجسمی ، بندامیر، شهرغلغله ، شهرضحاک ، چهل برج، دره اژدر، د فیروزبها سیمه، دکلیگان استوپه اودچهل برج کلاوی، گوهرگین ، کافری اوچهل دختران ، چهل ستون شهرشاهی د بامیانون وری تاریخی اولرغونی ساحی دی چی د کورنیواو بهرنیو سیلا نیانوپام یی ځانته وراړولی دی اوحکومت اوخلک د توریزم له درکه دکال ښه عواید لاس ته وروړی .

دبودا مسجمی چی ۱۶۰۰ کلنه سابقه لری دبودیزم دوخت یو شهکار دی . د صلصال ستره مجسمه د ۵۳ مترو په لوړوالی او د شما می په نوم کوچنی مجسمه د 35 مترو په لوړوالی د غره په زړه کی توږل شوی چی د وریښمو د پخوانی واټ په تگ لوری دبامیانو ښاردشمال په نږدی دری کیلومتری کی پراته دی . بودا ییانو له ۵-۲ میلادی پیړیوکی ژوند کاوه. دطالبانودحکومت په وخت کی پدی نامه چی د بتانوموجودیت دشرک په معنی دی ددوشپو ورځو پرله پسی حملی او درندی گلوله باری له امله (۲۰۰۱ کال د مارچ په یوولسمه) ویجاړکړای شول .

دغه دوه مجسمی دنړی دعجائبو په حیث دملگروملتونو دفرهنگی سازمان ( یو نسکو ) سره ثبت دی . بند امیر ، شهرغلغله ، شهرضحاک اود بودا د شا او خوا مغاری هم د تاریخی اولر غونو ساحو په حیث د یونسکو سره ثبت دی . د آلمان د ( ایکوموس ) د لرغون پیژند نی موسسی هم د دری میلیون دالرو په لگښت د بودا د مسجمو شااوخواځنډ ی کلکی کړی دی ( تحکیم بندی نموده ) او توا نیدلی چی دهغو په زرگونو ټوټی و پیژنی اوله نمرې وهلو ( نمره بندی ) څخه وروسته یی په ځانگړی ځای کی وساتی . دبودا له جسمونو څخه ځینی جلا شوی ټوټی له ۹۰ څخه تر ۱۰۰ ټنوپوری وزن لری. خلک وایی چی د بودا مجسمی باید بیاورغول شی .

همدغه راز د ۱۳۸۶ هــ ش کال په کنفرانس کی چه د یونسکو ، جا پان ، فرانسی او د اطلاعاتو او فرهنگ وزارت په گډون د آلمان د برلین په ښارکی جوړشوتصمیم وینول شوچی باید د بودا جسمونه په هغه صورت کی چی دهغوی په سلوکی پنځوس ټوټی اودهغوی لویدلی مواد بشپړشوی وی ، بیا دی په پخوانی بڼه ورغول شی . جاپان د بودا مجسمودبیا رغاونی دپاره ترسل میلیونو زیاتودالروعده کړیده. دبودا دمجسموله ویجاړیدو وروسته جاپانی هنرمند یاماگاتا، د بودا دمجسمونو (پیکره ها) د بیا رغاونی د پاره له جاپانیانو پیسی را ټولولی او تصمیم یی درلود چی د دوه بودا انځورونه ( تصاویر ) په هماغه ځای کی چی پرتی دی. دلایزر وړانگی په ورکولو سره انعکاس ورکړی . یاما گاتا ویلی وچی ترډیرش ملیونو دالرو پوری بودجه یی د لایزر وړانکی د ورکولو ( پرتاب ) د پاره په غاړه اخیستی ده. او خلک به تر راتلونکو دوو کلونو پوری د بودا تصویرونه په هماغه پخوانی ځای کی ووینی.

دغه هنرمند غوشتل چی یو لړ تصویرونه دلایزر په ځوارلس سیستمونوسره د بامیانو دغوندی (غره ) په لویو ډبرو (صخره ها) باندی وځلوی، (بتاباند) چی ددوو بوداوو داندامونو دانځور پرمجسم کیدو سربیره دسیمی داوسیدونکو دپاره دبرښنا انرژی هم تولید کیدله. دافغان اوفرانسی دلرغون پیژندونکوتیم د بودا دمسجمومخامخ کیند نی ( حفریات ) هم درلودل چی تراوسه یی له ۱۵۰ قلمه ډیرلرغونی اوتا ریخی آثارد خاورو څخه کشف اولاس ته ور وړی دې. د دغه کشفیاتو ډیرمهم اوه استوپی د مجسمو روغ سرونه ، نیم تنه مجسمی اوناست بودا ، ډول ډول تیکرونه ( خټین کلالی لوبی ). توږل شوی ډبری او د بودا د دوری دسرواو سپینوزروسکی تشکیلوی.

استوپه هغه ځای ته وایی چی دبودا زیارت کوونکی ( زا ئرین ) په هغه کی خپل نذورات( نزرانه )راتولول. بوداییان په ۵-۲ میلادی پیریوکی ژوند کاو.کورنیواوبهرنیولرغون پیژندونکو دلسو کالو کیندنوپه اوږدوک ، یو ۱۹ متره ملاست( خوابیده )بوداهم د بودا دووویجاړوشویومجسموپه مخکنی برخه کی دافغان اوفرانسی دلرغون پژونکو تیم پواسطه کشف شوی دی.

زمریالی طرزی،افغانی الااصل فرانسوی لرغون پیژندونکی چی ددغه تیم لارښوونه کوی وایی چی دی د یو ۳۰۰ متره ملاست ( خوابیده ) بودا دکشف په باره کی هم تحقیق او کیندنی کوی . د چینایی زیارت کوونکی« هیوان تسنگ » کتاب ته په کتلوپه بامیانوکی یو ۳۰۰ متره ملاست بودا موجود دی چی موقعیت یی مشخص ندی چی دویجاړشویوبوداگانون په کومه برخه کی پروت دی. لرغون پیژندونکی تراوسه هم پدی باوردی چی دهیوان تسنگ د معلوماتوله مخی 300متره بودا به وجود ولری اوداپدی دلیل چی تر اوسه ددغه چینایی زایرد کتاب هیڅ کوم مورد اشتباهی یاشکمن ندی راوتلی .

د پورته یادشویودوومجموپه شا اوخواکی د بودیزم د وخت څه نا څه دری زړه مغاری هم ترسترگو کیږی چی تر اوسه په سلگونوبی سر پنا کورنی په ځینو دغه مغاروکی دفقراوتنگدستی سره بدوی ژوند تیروی .

بابا غر ( کوه بابا ) :

د بابا دغره لری او کوه عروس دبامیانو ترټولو لوړو غرونوڅخه دی . د بابا دغره لوره څو که د شاه فولادی په نوم یا ډیږی چی ۵۱۴۷ متره د سمندر له سطحی جگه ده او دبامیانو دمرکز په جنوب کی واقع شویده . ددغه غره په لوړو( ارتفاعات ) کی داوبوڅلورطبیعی دندونه د ۱۰ څخه د تر۱۲ مترو په ژورتیا او د ۱۲ څخه تر ۱۵ جریبه ځمکی په مساحت شتون لری چی د هرلیدونکی پام ځانته ور اړوی . د بابا غر په کال ۱۳۹۱ هــ ش په رسمی توګه دملگرو ملتونو د ساتل شویوساحو په لیست کی ځای نیولی دی. له کال۱۳۸۷ هـ را پدیخوا دسکی لوبی ( سکی بازی ) دبابا دغره په لمنوکی رواج پیدا کړی. چی د بهرنیو سکی لوبغاړو ( سکی بازان ) په ویناپه افغانستان کی دسکی لوبی دپاره ډیرمناسب ځای بامیان گڼل کیږی . د لمړی ځل دپاره دولس کورنی (داخلی)اوبهرنی ښځی په کال ۱۳۹۰هــ ش دبابا دغره په لمنو کی دسکی لوبی وکړی اود بامیانو ټیم دلوبوگټونکی شو . وروسته دغه غره ته امریکایی غره ختونکی (کوهنوردان ) هم راغلل اوغره ته وختل. په بامیانوکی موزیم شتون نلری. ټول لرغونی آثارچی په وروستیولسوکلونوکی د فرانسوی، آلمانی اوجا پانی ټیمونودکیندنوپه پایله کی کشف شوی دی ددغه ولایت دهیات پواسطه مهراولاک شوی دی .په سلگونوقلمه تاریخی آثاردلسگونو مجسمواودمجسمود دسرونوپه گډون په دغه ولایت کی کشف شوی دی اوهم د اسلامی اوبودا یی دورو په سلگونوقلمه سکی(مسکوکات)په بامیانوکی موجودی دی ولی دموزیم د نشتوالی په سبب دغه ټول آثاردخلکوله لیدوڅخه لیری په ضد قونو(جعبه ها) کی قفل کړای شوی دی اود گارد یا محافظینوپواسطه ساتل کیږی. ټاکل شوی وه چی د نه لیږد وړ(غیرقابل انتقال )موزیمونه دکشف شویوآثاراود پاسه لکه دبودا ۱۹ متری مجسمه او کشف شویو استوپو باندی جوړشی ولی تراوسه پدی لیاره کی عملاً اقدام نه دی شوی. سپـــــــــــــورت :

په بامیانو کی ۱۶ سپورتی فدراسیونونه فعال چی د ۷۰۰ ښحینه ورزشکارانوپه گډون ۱۲۷۴۹ تنه دبامیانو په سپورتی آمریت کی ثبت دی. میدانی رزمی مختلف ډول سپورتونه لکه وزلوبه ( بزکشی )، شطرنج ، سکی بازی اوغره ختل ( کوهنوردی ) په ورزشی فدراسیون کی شاملی دی .په دغه ولایت کی له تولوزیات وزلو به ( بزرکشی )دسنتی اودود یزوسپورتونوځخه گڼل کیږی.

د دایکندی ولایت :

دایکندی دکابل لودیځ ته په ۴۶۰ کیلو متری کی موقعیت لری . جنوب لودیځ ته یی ارزگان، ختیځ ته یی بامیان ، شمال پلوته یی غور او جنوب خوا ته یی غزنی او شمال لودیځ لورته د هلمند سره نستی دی. دغه مرکزی منطقه د تودی او سړی هوا دلژو لوړو او ټیتو ساحو اوشنو جلگو لرونکی دی او په ټوله کی غزنی یا کو هستانی دی اوپه ژمی کی د ډیرو واورود اوریدو له امله یی لاری ستو نز منی ( صعب العبور) دی.

د اوبوبندونه :

له دا یکندی څخه دری سیندونه دهلمند ، لذیر اوتج په نومونو تیریږی چی د اوبودبند دپاره ښه ظرفیت لری. دایکندی له دی امله چی په بوغرڼی منطقه کی پروت دی تراوسه پوری پکی داوبودبندونوجوړولواقـــــــدام ندی شوی .

کلتــــــــــــــور :

په دغه ولایت کی محلی لوبی لکه سانگه وهل ( نیزه با زی ) آس ځغلول ، ملی اتن اود نارینه وود پاره پنبی ټولول ( پخته چینی ) او دښحو په برخه کی محلی نڅاوی لکه پیشپو اوموسیقی رواج لری پیشپودودیزه لوبه ده چی ترډیره دښځو اونجونوله خوا په ډلیزه بڼه اجراکیږی اوملی اتڼ ته ورته دی . دغه لوبه دمرکزی سیمود « هزاره جات » یوډول پخوانی اومحلی یاسیمه ایزه نڅا ده چی په ځینوسیموکی د شعرویلوسره یوځای اود نڅا په حیث په ودونوکی دخلکو له خوا ترسره کیږی. په ډیرومرکزی سیمو( بامیان ، دایکندی اوغورکی داخترپه لمړی ورځ دکلیواوسیدونکی داخترلمړی غرمه په ډوډی باندی جشن نیسی خلک په دله ایزه بڼه د یوبل کورته ځی. د بادام گل « گل بادام » جشن په دایکندی کی د فرهنگی مراسمو څخه دی چی هرکال دسلگونوتنوبنوالو فرهنگیانو اوسیمه ایزومسوولینو په گډون د جشنو نو په جوړولوسره ترسره کیږی.

Image

Image

Bاو اغیزمنه توګه غره

بند امیر :

بند امیردیکاولنگ ولسوالی کی د بامیانو دمرکزشمال لویځ په ۲۷ کیلومتری کی موقعیت لری. او په کال ۱۳۸۹هـ ـ ش کی د ۴۰ زړه هکتارځمکی په مساحت دافغانستان د لمړنی ملی پارک په حیث ونومول شو او دهیواد په کچه دسیل یاسیاحت له اهمیت څخه برخمن دی .

بندامیراوه طبیعی اوپه زړه پوری بند ونه لری چی د ذولفقار، هیبت ، پودینه ، قنبر،غلامان بربراوپنیرک په نومونو یادیږی. دغه بندونه له ۹۰ ځخه تر ۴۶۹ هکتاره مساحت لری. د اوبوددغوبندونو ژورتیاچی ۱۳۵۲ هــ ش دآلمانی لامبو وهونکوله خوایی اندازه واخستل شوه تر ۹۰متروپوری رسیږی. دغه لاجوردی رنگ بندونه دوچوغرونو په زړه کی پراته دی .چی دهغوی طبیعی څیره ( نما ) دهر لیدونکی پام ځانته ور اړوی . دبیل بیل رنگ لرونکی غټ اوواړه کبان ( ماهی ) اوآهکی لویودبرو( کمرونه ) ددغه بند ښکلا ورزیاته کړیده .

دغه توریستی یاسیاحتی سیمه دهغه ځای داوسیدونکوپه اقتصادکی هم رول لری .دبند امیرشاوخوا اوسیدونکی کورنی حیوانی محصولات لکه شیدی ، مستی ، کوچ اوکُرت( قروت ) اولاسی صنایع لکه گنډل شوی خامک او تغرپه کورنیو او بهرنیو سیلانیانو پلوری اوبازاریې نسبت پخواته ښه شوی دی . په دغه بندکی دمسافرانو د اوسیدو دپاره هوتل، هټی اوخیمی شته اود هواپه تودیدود بهرنیوسیلانیانو او د هیواد له مختلفوبرخوڅخه دغه بند ته دخلکو تگ پیل کیږی. خلک ډلی ډلی د دغه طبیعی بند ځخه لیدنه کوی اوپه دغه څای شپی هم تیروی.

سیلا نیانوته دآسانتیاو دبرابرولو په موخه د کرهنی وزارت دیوی مجتمع (کمپلکس) دجوړولو کار چی د پلی لارو پخول اوبند امیر دزیارت ترمیمول پکی شامل دی، هم ترلاس لاندی نیولی دی. په دغه کمپلس کی د زده کری مرکز، دپارک آمریت- میلمستون- د معلوماتودفترونه ،د امنیت لوړ برج، ( برج ارتفاعی ) دوسایطو پارکنگ ، د جنراتور اطا ق او تحویلخانه شامل دی چی د کرهنی وزارت له بودجی څخه 700 زړه دالره ورباندی لگیدلی دی .

تاریخی آ بدات:

په دایکندی کی تاریخی آثاراوآبدات نشته خود نیلی ــ شهرستان اومیرامور په تگ لوری څوکلکی ( مستحکمی ) کلاوی شته چی قدامت یا سابقه یی سلگونو کلونوته رسیږی د دغوکلاوویوه یی چی دقلعه کاروان سرای نومیږی د ښی منظری ( نما ) څخه برخمڼه ده. د خاوروله لاندی هم ځینی آثار پیدا کیږی . د کال 1392 هـ په لمړیوکی د سنگ تخت ولسوالی په شیخ علی سیمه کی د اسلامی د وری لسگونه قلمه سکی هغه وخت تر لاسه شوی چی خلکو دسیمی د سرک په بیارغا ونه کارکاو . په دغه آثاروکی 200 سکی ، دری کړی د سپینو زرو گوتې،دوه کړی دسروزروغوزوالی ـ د بیروج اومرجانو دری مری ( مهره ) شاملی دی چی په یواوه څوښه ( هفت جوش )660 گرامه منگی ( کوزه) کی ښخ شوی وو . ددغو سکو په یوه باندی د ( لا الله الا الله ) کلمه لیکل شوی وه .

صنعـــــــــــت :

دایکندی ولایت کی لاسی صنایع لکه خامک گندل ، گلدوزی ، غالی اوبدل تغر اوبدل او د خورجینی اوبدل رواج لری چی زیاد سره یی دښځو پواسطه جوړیږی. ددایکندی خلک دپسونود وړیوپه وریشلو( ریسیدن) هغه په ټغر،غالی اولیمڅی بدلوی اوله هغو څخه دفرش په حیث گټه اخلی . په ډیره لږه اندازه دآهنگری صنعت هم خپل تاریخی هویت ساتلی دی. له دی جملی څخه دکرهنی سامانونه لکه کلند ، پال ( صوغمه ) ؛ د اوسپنی توته چی د یوی « قلبی» په کنده کی نصب کیږی ) دسیمی دبزگرانودگڼی دپاره جوړیږی .