دبلخ ولایت

دبلخ ولایت

لرغونی بلخ د افغنستان په شمال کی یوله مهمو ولایتونو څخه دی چی د هیواد په سطح دلومړی درجی ولایتونه څخه ګڼل کیږی. د مزارشریف ښار ددغه ولایت مرکز دی چی د سوداګری او سیاسی ارزښت له نظره دافغانستان دشمال د مرکزی ښار حثیت هم لری. دغه ولایت په شمال کی د تاجکستان او ازبکستان سره د افغانستان ګډه پوله جوړ وی. په خیتځ کی دکندز او سمنګانو ولایتونو په لودیځ کی د جوزجان ولایت او په جنوب کی د سرپل او سمنګانو ولایتونو سره هم سرحد دی. د بلخ ولایت د اقلیم له نظره د اوړی په موسم کی پوره تود او دژمی ‌‌په موسم کی ‌‌‌ډیر سړیږی. د پسرلی موسم یي په عمومی توګه مرطوب او بارانی دی او دژمی په موسم کی سړه هوا لری.



Image Image

بلخ ولایت سيندونه، بند، د تاریخي اثارو او د لاسي صنايعو

کلتور:

دوری دمیاشتی د لمړی ورځی لمانځنه چی هرکال د اریایانو د جشن په توگه په وگرنیږ او رسمی ډول ترسیره کیږی دافغانستان او سیمی په سطحه دعنعنوی او فرهنگی میلو څخه ګنل کیږی چی په دغه میله کی زرگونو تنه کورنی او بهرنی سیلانیان گډون کوی. دغه میله دځانگړو دولتی مراسمو په لاره اچولو او دلوړ رتبه دولتی چارواکو، ملی اوبین المللی شخصیتونو په گډون پیلږی چی دهغو په ترڅ کی د حضرت علی (ک) په روضه کی د جنډی پورته کولو( جهنده بالا ) مراسم ترسره کیږی. دغه آریایی جشن تر څلوښیتو ورځو پوری دوام مؤمی چی ددغه ولایت د فرهنگی ټولنو ( انجمنونو له خوا ) بیلابیل ادبی، فرهنگی او صنعتی پروگرامونه اجرا کيږی.

تاریخی ابدات :

دبلخ ولایت تر اسلام د مخه له شپږزرو کلونو څخه زیات تاریخ لری چی د ډیرو تاریخی مکانونو او ابداتو لرونکی دی. د بیلگی په توگه د نړی مشهوره لرغونی لویه لار "دورښمولار" دبلخ له ولایت څخه تیریږی. دغه لار دجنوب په لوری له هند او لودیځ پلو ته له ایران او ختیځ خواته له چین څخه تیریږی چی زرگونو سوداگریز کاروانونو ورباندی تگ را تگ درلود. د دغی لویی لاری نښی اوس هم دبلخ په ولایت کی شتون لری. بلخ چی د خپلی تاریخی سابقی په نظر کی نیولو سره یی د نړی د دوهم ښار لقب گڼلی دی تر اوسه هم د تاریخی ابداتو نښی نشانی چی د دغه ولایت دزرگونو کلو نو تاریخ ښکارندویی کوی، شتون لری چی په وروستیو کلونو کی دهغو یوشمیر بیارغول شوی دی چی د بیلگی په توگه دبلخ ولایت د جنوب تاریخی ابداتو نوم اخلو. د حضرت علی کرام الله وجهه مزار، د بلخ بالاحصار د بلخ دښار دیوالونه، دخواجه اکاشا مزار دتخت پل کلا، دزرگرانو غونډی، دبابا علی شیرغونډی دخواجه ابونصر پارسا مسجد، دبابرکلا دزاد دیانو منار، حج پیاده یا نه گند، دعیارانو برج، د نوبهار آتشکده، د شهربانو د جهان نما ماڼی اودنجونو کلا (قلعه دختران) دسالارانو غونډی، دشادیانو دره (دره شادیان) بازاراک، بهرآب تپه او آب لای د چارکنت کافرکلا، د امام بکری پل، دبابا حاتم رحم مزار د زین العاب الدین مزار، د جمشید ښار کوته سنگی مارمل او داسی نور.

موزیم :

دبلخ موزیم په ۱۳۱۷ هجری ش کال کی د اطلاعاتو او فرهنگ دریاست په چوکات کی رامنځ ته شو. پدی موزیم کی د اسلام دمخه او د اسلام د معاصری دوری تاریخی فرهنگی او علمی آثارو شتون درلود چی پکی کتابی نسخی د باختری یونانی او هخامنشی دوری طلایی سیکی توره دال او نور دا ډول لرغونی آثار ساتل کیدل. ددغه موزیم دلیږد په وخت کی ځینی هغه تاریخی آثار چی وزن یی زیات و په بلخ کی پاتی شول چی دهغو له جملی څخه دامیر عبدالرحمان خان د دوری د افغانستان په سمنگانو ولایت کی جو شوی محاربوی توپ څخه یادونه کولای شو چی اوس هم دبلخ ولایت د اطلاعاتو او فرهنگ ریاست په انگړ کی ایښی دی. همدا ډول یو موزیم د مزار شریف د ښار د حضرت علی ( ک ) په مبارکه روضه کی شتون لری چی سلگونه قلمه تاریخی آثار پکی موجود دی. پدی موزیم کی هم بوشمیر اسلامی او لرغونی آثار ساتل کیږی چی د اسلامی آثارو ډیره برخه یی په همدی روضی پوری مربوط دی د مثال په ډول هغه پرده چی دامیر عبدالرحمن خان دمیرمنی له خوا دغه موزیم ته هد یه شوی وه اوس هم خوندی ده. په دغه موزیم کی دبخارا دامیر سیکی هم وجود لری چی دروضی څخه یی دلیدنی په وخت کی دسوغات په ډول دغی روضنی ته سپا ر لی وی. به همدی ډول تاریخی آ ثار لکه خم، چراغ دانی او ډول ډول اسباب چی دبلخ له مختلفو سیمو څخه په لاس راغلی، دغه موزیم ته سپارل شوی او ساتل شوی دی.

کانونه :

برسره پرنورو ارزښتونو دبلخ ولایت دکانونو له پلوه هم یو بډای ولایت گڼل کیږی. پدی وروستیو کی د نفتی مواد شپږ کانونه دآموسیند دغاړی په اوږدوکی چی دبلخ دشمال د چهاربولک او کلدار ولسوالیو ترمنځ موقعیت لری دامریکا د متحده ایالاتو دتحقیقاتی مرکز په همکاری د کانونو د وزارت له خوا کشف شوی دی چی دهغو د کلنی استخراج ارزښت ۶.۸ میلیون دالره تخمین شوی دی. دلسگونو کانونو شتون سر بیره دطبیعی غاز، مالگی او شیشک ( هغه مواد چی د شیشی په جوړولو کی کارول کیږی) لوی معدنونه هم موجود دی.

لوبی :

په تیرو لسوکلونو کی برسیره پرپخواینو عنعنوی لوبو عصری لوبو هم و ده کړیده. دبلخ له مشهورو، عامو او عنعنوی لوبو چی د ټولو د خوښی وړ گرځیدلی ده یوه هم وزلوبه ( بزکشی ) ده چی اوس هم رواج لری. د د ی لوبی یو ورزشی ستدیوم د مزار شریف ښار جنوب خواته موقعیت لری چی په ملی ورځو او د منی په مو سم کی دغه لوبه پکی د ځا نگړو او له شور او شوق څخه ډکو مراسمو سره ترسره کیږی. برسیره پردی ټولی عنعنوی او محلی لوبی بلکه خوسی، بیډی، غیږنیول، ځغاسته د بره غورځول، بیلوری او نوری دغه ډول لو بی د دغه ولایت په کلیو او باندو کی رواج لری.

Image
Image