دبغلان ولایت

دبغلان ولایت

بغلان د کابل په ۲۳۰ کیلومتری کی دکابل مزار شریف دلوبې لاری په اوږدو کی پروت دی چی دشمال ختیځو ولایتونو له جملې یو کلیدی ولایت دی چې دهیواد اته شمالی ولایتونه دافغانستان دمرکز( کابل ) سره نښلوی. دبغلان ولایت دشمال ختیځ له خوا دپنجشیر، تخار او کندز ولایتونو سره هم سرحد دی. لودیځ ته یی دسمنګانو او بامیان ولایتونه او جنوب ته یی د پروان ولایت پروت دی. شمالی سالنګ دبغلان په محدوده کی او جنوبی سالنګ د پروان ولایت کی واقع شوی دی او دغه دوه ولایتونه یی جلا کړیدی. دبغلان ولایت مساحت۸۲۵،۲ کیلومتر مربع تخمین شوی دی او نفوس یی د ۱۳۸۷هـ - ش کال دسرشیمرنی پر بنسټ۷۵۰ زړه تنه اټکل شوی دی. بغلان ښه اقلیم لری. په اوړی کی تود او په منی او ژمی کی سوړ دی.


Image

د بغلان & nbsp؛ د اوبو بندونه او تاريخي ځايونه

تاریخی آبدات:

دبغلان ولایت کی تاریخی آبدات ۲۶ محلونو(شوتپه شمرق ، تپه رستم، شوربابا، طلا تپه، زرد کمر ، سپین مسجد (مسجد سفید)، لالا قد ق، قند را ی ها او سرخ کوتل شامل دی.

دغه تاریخی آثار د خوست دپلخمری ښار او د خوست، دوشی مرکزی بغلان او دهنه غوری کی موقعیت لری. درباتک او سرخ کوتل له ساحو څخه لاس ته راغلی آثار ښیې چی دغه آثار دلوی کنشکا(کنشکای کبیر) او کوچینو کوشانیانو وخت (زمان) ته ورګرځی. کوشانیان(بوداییان) په ۵-۲ میلادی پیړیو کی ژوند کاو.

دغه آثار د بغلان تاریخی سا بق (قدامت) له اسلام څخه دوه زړه کاله مخکی ښیې په هغه وخت کی درباتک کوتل او سرخ کوتل د آتش پرستا نو عباد ت ځایونه و و.

دلغمان ولایت :

د اوبو بندونه او سیندونه : دالینګار او الیشنګ دوه لوی سیندونه په دغه ولایت کی بهیږی چی وروسته بیا د قرغیو په ولسوالی کی دکابل سیند سره یو ځای کیږی . ددرونټی دبرښنا داوبو بند چی دننګرهار ولایت ور څخه ګټه اخلی دقرغیو ولسوالی ددرونټی په برخه کی پروت دی .

سپورت :

په دی وروستیو کی د کریکت لوبی په دغه ولایت کی ډیره وده کړیده ، ولایتی منتخب تیم لری او ددغه ولایت لوبغاړی دهیواد ملی تیم ته هم لاره موندلی ده . د کریکت لوبی بر سیره د ولایت په مرکز په ولسوالیو کی هم ډیره وده کړیده او په همدی ډول د تکواندو ، بوکسینګ، کاراته او نوری رزمی لوبی هم په دغه ولایت کی رواج لری .

کلتور :

څرنګه چی د لغمان ولایت د ننګرهار ولایت سره هم سرحد دی ، په لغمان ولایت کی فرهنګی چاری ډیری ښی پرمخ ځی او د فرهنګی ټولنو ډیر شمیر په دغه ولایت کی فعالیت لری چی د مثال په ډول د لغمان فرهنګی یون ، د ختیځ زون د خبریالانو او لیکوالانو مستقل انجمن ، د لغمان ادبی بهیر ا و د لمپاکا فرهنګی بنسټ څخه یادونه کولا شو .

دلغمان فرهنګی لمړنی ټولنه په کال ۱۳۷۷ هـ ش کال کی تاسیس شوه او له هغه وروسته دغه شان نوری فرهنګی ټولنی هم را منځ ته شوید ی . د سمسور لغمان پسرلنی عنعنوی مشاعره هم هر کال د دغه ولایت داطلاعا تو او فرهنګ ریاست کی ترسره کیږی چی ددغه ولایت پر فرهنګیا نو برسیره د کابل او ډیرو نور و ولایتونو شاعران او فرهنګیان هم پکی ګډون کوی . په ارمنی رسم الخط لیکل شوی ډبر لیکونه ( سنګ نوشته ها ) په کال ۱۳۸۴ هـ ل د شله تک په نوم غره کی پیدا شوید ی او تر اوسه هم په دغه غره کی موجودی دی او ورڅخه ساتنه کیړی .