دبادغیس ولایت

دبادغیس ولایت

بادغیس دخراسان له سمسورو سیمو څخه شمیرل کیده چی دری سوه کلی او د دهستان، کالیون، جبل ففه، کوغنان آباد، جازوی، کابرون، بست او کوفه په نومونو اته ښاریی یی در لودی چی ډیر لوی او ودا ن ښار یی دهستان و. دتیمور یانو په وخت کی دباغیس مرکز قعله نو ته ولیږ دول شو. دصفویانو په مهال د هرات یوه برخه(جز) وگرځید او په څلویښتمو کلونو کی د ظاهر شاه د پاچاهی ( سلطنت ) په وخت د هرات له بدنی څخه جلا کړای شو. دغه ولایت د شپږو ولسوالیو لرونکی دی چی آبکمری، غورماچ، جوند، مقر،قادس او مرغاب دی.



Image

دبادغیس طبعیت او ښکلی سیمی:

دباغیس ولایت دهغه دغرنی جوړښت (کوهستانی بودن) په نسبت په ځانگړی ډول دهغه دجنوب لودیځ او جنوب ختیځ په لور دگرځیدو راگرځیدو او تفریخ دپاره ښکلی منظری لری چی کولای شو د سبزک دغاښی(دری) چی د ارچی له ونو پوښلی دی او د اوبو ډیری چینی لری نوم واخلو او د جوند ښایسته دری او ولاړی اوبه(آب ایستاده) چی په پوده اوبو(آب پوده) مشهور دی، دمرغاب څیاند سند چی زمونږ ددهیواد دډیرو اوبو لرونکو سند ونو څخه دی. د زرمست دبند له ښکلو در و څخه چی جنتی اوبه او هوایی انسان ته تازه روح وربښی یادی کړو. تاریخی آبدات:

لکه چی وویل شول بادغیس په تیرو پیړیوکی ډیر ځله تر یرغل لاندی راغلی دی چی آثار او نښی نښانی یی دځمکی په سر اوتر خا ورو لاندی په ښکاره توګه لیدل کیږی. دقلعه نو په څوسوه متری کی دهوایی ډګر جنوب خواته په پخوانیو کلونوکی د غره دښوییدوله امله دبامیا نو دطاقونو په بڼه څوطاقونه بیرته شول(بازشدند) چی په یقینی ډول که د همدغه غره په لمنه کی دلودیځ او ختیځ په لور کند نې او سپرنی ترسره شی نور آثار به هم و میندل شی. یوبل تاریخی اثر د قادس ولسوالی د ده برنج په ناحیه کی د ضحاک ښاریه یا ښارګوټی دی. سپیڅلی ځایونه په دغه ښارکی عبارت دی له: دمیرسید سالم جان زیارت، دلنګر شریف زیارت، دامیر عبدالرحمن آب زیارت، دخواجه سبز پوش زیارت، د بی بی مراد زیارت.

Image
Image
Image
Image
Image