د بدخشان ولایت

د بدخشان ولایت

بدخشان د هیواد به شما لختیځ زون کی د غرنیو او سمسورو ولایتو څخه دی او د تاجکستان پاکستان او چین سره سرحد لری . دغه ولایت د طبیعی ډکو زیرمو له هغی جملی د لعل ، لاجوردو کانونو لرونکی دی او د تاریخی آبدو په لرلو د هغه په قدامت یا لرغونیتا دلالت کوی . دغه ولایت د کابل به ۴۷۰ کیلومتری کی موقعیت لری د جنوب خواته یی د کنړ لغمان – او کا پیسا ولایتونو او د غرب له لور ته د تخار ولایت سره سرحد لری . بدخشان به غرنی سیمه کی پروت دی او له واورو ډک لوړ غرونه لکه د واخان د غرونو لړی د پامیرغر او د هندوکش غرونه یکی شامل وی . د بدخشان مساحت له ۴۷۰ زړه کیلومتر مربع څخه زیات دی او د وګړو اټکلی شمیریی یو میلیون او څلور سوه زرو تنوته رسیږی . بدخشان د اقلیم له مخی په اوړی کی تود او دژمی موسم کی ډیر زیات سوړ دی او په یو شمیر سیمو کی د زیاتی واوری د اوریدو له امله یی لاری د کال شپږ میاشتی بندې وی .



Image

ولسوالی

بدخشان د اداری و یش پر اساس ۲۸ ولسوالی لری چی عبارت دی له :

واخان، کشم، بهارک، جرم، لریفتل ( یفتل پایین )، بر یفتل ( یفتل بالا )، راغ، ارگو، درایم، ارغنچی خواه، نسی، شکی، ماهمی، اشکاشم، خاش، خواهان، کوفاب، کوهستان، کران او منجان، شهر بزرگ، شغنان، شهدا، تگاب، تیشگا، وردوج، یمگان، یاوان او زیباک، بهارک، جرم، خاش، راغ، کشم او ارگو څخه .

کلتور :

د بدخشان د خلکو کلتور او عنعنات د سرحدی ولسوالیو به تنا سب چی تاجیکستان او چین سره گډ سرحد لری ، توپیر کوی . پدی ولایت کی هڅې شوی دی ترڅو د فرهنگ او ادبیا تو ودې او بډاینی ته ډیر یام وشی او د پردیو تورو او لغاتو د کارونی څخه په ورځینو چاروکی مخینوی وشی . په همدی ډول د جمعی یا پنجشنبی د بازار ورځ ( روز بازار ) سیمه ایز ( محلی ) رسم او رواجونه د مالونو او ارتزاقی توکو د و‌ړاندی کولو (عرضه) سبب کیږی .

تاریخی آبدات :

په بدخشان کی مجموعا داطلاعاتو او فرهنک وزارت ۲۱ ثبت(راجستر) شوی تاریخی ابدی موجودی دی چی په فیض آباد (مرکز) او اتو ولسوالیو کی پرتی دی او دهغوی ډیر مشهور پل خشتی، د کوکچی سند، مبارکه خرقه او دمیریاری بیګ، میرغیاث او حکیم ناصر خسرو مقبری دی. د اشکاشم بالاحصار او پنجه کلا ( قلعه پنجه ) د ترمیم لاندی دی .

د نورو ځایونو څخه کولای شو د ۷۵ تاریخی منارو، دبهارک اشکاشم او توپخانی دکندوالو (ویرانه) نوم واخلو. بدخشان د لوړوغرونو او څپاند سیندونو لرونکی دی . د دغه ولایت مهم غرونه خواجه محمد، هزار چشمه او سپین خرس (خرس سفید) نوم لری. د هندوکش د غرونو ډیره لوړه څوکه (قله) په هغه ځای کی د نو شاخ په نوم یادیږی . پامیر چی دنړی د بام په نامه مشهور دی دواخان ولسوالی کی دچین سرحد سره پروت دی. د بدخشان له لویوکانونو څخه په یمگان کی د لاجوردو کان دی چی دری سوه کیلومترو په اوږ د دوالی او د ۴۷ کیلومتره په سور (عرض) حجم لری . په سرغیلان کی د لعل او په کران او منجان ولسوالی کی د لاجوردو کان مو جود دی.

صنعت :

دبدخشان دخلکو په لاسی اوعنعنوی صنایعوکی الچه، خمتا او ټغر او بدل(ګلیم بافی)، کوڅی ګنډل(چکمن دوزی)، قاقمه اوبدل، زرګری، آهنګری، مسګری، موزی، بوټ اوسوګلی (چموس) ګنډ ل، پڼی پیزارګنډل ، کلالی ، ځټګری ،ترکاڼی ، ګلدوزی او خامک دوزی شامل دی چی دهغو ډیره برخه دښځو پواسطه تر سره کیړی . لیمڅی، قاقمه او نخی ټوکران هم په کورونو کی تیاریږی. په وروستیو کلو نو کی د دولت پاملرنه د صنا یعو او کورنی تولیداتو ودی او پراختیا ته زیا ته شویده او اوس مهال په سلها وو میرمنی په ښځینه حرفوی پرو ژو کی په کار بوختی دی . په بدخشا نکی هر کال دښځو دلاسی صنعتی تو لیداتو دپاره د با زار میندنی په موخه نندار تو نونه دا یریږی او د دولت او بهرنیو موسسو توجه هم دی لور ته ډیره شویده.

دبدخشان ولایت څاروی آس، وزه، پسه اوغژګاو دی. مهم وحشی حیوانات لکه خرس او لیوه یا شرمښ هم د دغه ولایت په ځنگلونوکی پیدا کیږی. همدغه راز د بدخشان د دروازانو ( دروازه ها ) په سیمه کی گیدړ او خفک چی څرمن یا پوستکی یی گران بیه او سوداگریز ارزښت لری هم پیرا کیږی. د مارکوپولو هوسی ( پسه ) د دغی سیمی له مشهورو ژوو ( حیواناتو ) له جملی څخه دی چی نړیوال شهرت لری.